د لومړۍ نړیوالې جګړې ۱۰۰مه کالیزه لمانځل کېږي

بوسنيا سرايوو کې د اطريش د شهزاده فرانز فریډيناند د وژل کېدو چې د لومړۍ نړيوالې جگړې د پيلېدو سبب شو ۱۰۰م تلين لمانځل کېږي.
کلتوري پېښې او د موسيقۍ کنسرت به د دغو مراسمو برخه وي.
گوريلو پرنسيپ چې د اطريش او هنگري د امپراطورۍ وارث يې وواژه بوسنيا کې يو لانجمن سړى پاتی شوى، ځيني يې اتل او ځیني نور یې ترهګر بولي.
د شهزاده آرک ډوک وژل کېدل د لومړۍ نړیوالې جګړې د پاريدو اصلي لامل و.
په دې مناسبت په سارایوو ښار کې کلتوري، سپورتي او د ویانا فیلهارمونیک ډلې له خوا یو کنسرت هم په پام کې نیول شوی دی.
د ۱۹۱۴ کال د جون په ۲۴ مه شویو ډزو د اروپا پیاوړي قدرتونه تر څلورو کالو پورې په جګړه کې ښکیلې کړې.
د بوسنیا سربیان، کروشیایان او د بوسنیا مسلمانان تر اوسه په ۱۹۱۴ کال کې اروپا ته د جګړې د لانجو راوستلو کې د پرنسیپ چې شهزاده آرک ډوک یې په ډزو وژلی و د رول پر سر ویشلي نظرونه لري.
د شهزاده آرک ډوک کړوسۍ او کورنۍ یې د اطریش په ارټسټیټن ښار کې په خپلې ماڼې کې چیرته چې شهزاده آرک ډوک خاورو ته سپارل شوی ځانګړي مراسم په پام کې نیولي دي.
په بیلجیم کې بیا د پنجشنبې پر ورځ د اروپايي اتحاديې ۲۸ مشران د لومړۍ نړیوالې جګړې د سلیزې لمانځلو لپاره غونډ شوي وو.








