مصر: د اخوان المسلمین ۱۰ مشران په مرګ محکوم شوي

د عکس سرچینه، AFP
په مصر کې يوې محکمې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې اخوان المسلمين ۱۰ مشران د هغه تاوتريخوالي په تړاو په مرګ محکوم کړي، چې په تېر جولای کې دوه کسه په کې ووژل شول.
د اخوان المسلمين ډلې د مشر محمد بديع په ګډون د دغې ډلې ۳۸ تورن ملاتړي به راتلونکې مياشت محاکمه شي.
دغه کسان له دې امله ګرم پېژندل شوي، چې د پلازمېنې قاهرې په شمال کې يې د قليوب په ښار کې د موټرو لار تړلې او تاوتريخوالی يې کړی دی.
حکومت وايي دوی دغه راز په هغو مظاهرو کې هم ونډه اخيستې وه، چې د پوځ پر ضد کېدلې.
په وروستیو کې د مصر واکمن نظام اخوان المسلمین ګوند د ترهګرو ډلو په ډله کې راوست.
د مصر پوځ د خلکو له لوري ټاکل شوی ولسمشر محمد مرسي په زور له واکه لرې کړ.
محمد بديع ته لا له وړاندې په يوه بله قضيه کې د مرګ سزا اورول شوې ده.
له دې مخکې مصري وکیلانو ویلي و، یوه قاضي په یوې ډله ییزې محاکمې کې د اخوان المسلمین مشر محمد بدیع په ګډون ۶۸۳ کسان په اعدام محکوم کړل.
ښاغلی بدیع او ۶۸۲ کسان د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي له پلویانو څخه و، چې د پولیسو پر یوې اډې د برید په تور نیول شوی وو.
د روان کال په مارچ میاشت کې هم ۵۲۹ کسان په همدې تور د مرګ په سزا محکوم شوی وو، چې د ۴۹۲ کسانو حکم یې لغو شو، او ډېر یې په عمري بند محکم شول.
د مرسي له لیرې کېدا وروسته، د مصر په ناامنیو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او د اخوان المسلمین ګوند زرګونه غړي او پلویان نیول شوي او بندیان شوي دي.








