چین د ویتنام له اړدوړ وروسته خپل کارکوونکي وباسي

چینايي چارواکو له خپلو وګړو غوښتنه کړې ده، چې ویتنام ته په سفر کولو کې له ډېر احتیاطه کار واخلي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، چینايي چارواکو له خپلو وګړو غوښتنه کړې ده، چې ویتنام ته په سفر کولو کې له ډېر احتیاطه کار واخلي.

د چین دولت د ویتنام له خاورې د خپلو نژدې درو زرو وګړو د بهر کولو پرېکړه کړې ده.

په ویتنام کې د چین پرضد اعتراضونو په ډېرېدو سره، شینخوا خبري اژانس په بیجینګ کې اعلان وکړ چې د دې هیواد دولت د خپلو وګړو د رایستلو په موخه ویتنام ته بېړۍ او الوتکې استوي.

د تېرې شنبې په ورځ (مۍ ۱۷) د ویتنام دولت د چین پرضد د اعتراضونو د درولو غوښتنه وکړه.

دولتي چارواکو ویلي”نا قانونه کړنې” به د دې هېواد کرارۍ ته زیان رسوي.

په ویتنام کې د چین ضد احساساتو په ډېرېدو سره، په تېرو څو ورځو کې دوه چینایان وژل شوي شاوخوا ۹۰ تنه ټپیان شوي.

د تېرې پنجشبنې په ورځ د ویتنامي معترضینو په برید کې د ویټنام په مرکز کې

د چین او ویتنام ترمنځ د اړیکو په ترینګلي کېدو سره د دواړو هېوادونو د وګړو ترمنځ هم اړیکي خړ پړ شول.

د عکس سرچینه، REUTERS

په تېرو ورځو کې د چین ضد اعتراض کوونکو هغو ۱۵ کارځایونو ته اور ورته کړ، چې ویل کېدل چلوونکي یې چینایان دي.

د چین او ویتنام د اړیکو د ترینګلي کېدو اصلي لامل د چین له خوا د چین سمندر په سوېلي برخه کې د تېلو د پاک کارۍ د جوړوېدو پرسر راپورته شوه.

ویتنام د چین پر دې کړنو نیوکه وکړه.

د ویتنام اقتصاد تر دېره د بهرنیو شرکتونو پر پانګونې ولاړ دی.

چینايي چارواکو له خپلو وګړو غوښتنه کړې ده، چې ویتنام ته په سفر کولو کې له ډېر احتیاطه کار واخلي.

د چین سمندر په سوېل کې مالیزیا، فلپین، بروني او ټایوان د ځینو برخو د واکمنۍ ادعا لري.