د فلسطین 'حماس' او 'فتح' ډلو پر ګډ حکومت او ټاکنو هوکړه کړې

د فلسطین حماس او فتح ډلو د فلسطیني ولسمشر ابو مازن په مشرۍ په راتلونکي جون کې د یوه ګډ حکومت او د روان ۲۰۱۴ کال ترپایه د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو پر مسئلو موافقه کړې ده.
فلسطیني د حماس او فتح ډلو ته نژدې فلسطیني سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې د دواړو "ډلو استازو په لومړي پړاو کې ابتدايي موافقې ته رسېدلي، چې د قاهرې او دوحې د پرېکړو پربنسټ به ګډ کار کوي".
د دغو پرېکړو پربنسټ، پتېل شوې ده، چې د فلسطیني حکومت مشر محمود عباس "ابو مازن" راتلونکې جون د ځینو موافقه اعلان وکړي.
سرچینه وايي، دوی دا پرېکړه هم کړې ده، چې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې به د روان کال له پای ته رسېدا مخکې وشي.
د دوی ترمنځ خبرې له تېرې سې شنبې ورځې راهیسې پیل شوې دي.
د حماس ډلې استازي اسمعیل هنیه او د فتح ډلې استازي عزام الاحمد د قاهرې او دوحې د پرېکړو پر ژر عملي کېدو ټینګار کړی دی.
دا لومړی ځل دی، چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د فتح استازي غزې ته ځي.
دوی د کډالو په یوه کمپ کې مخامخ خبرې وکړې.








