اندونیزیا کې اور غورځونکی غر چاودېدلی

د عکس سرچینه، AP
د اندونېزیا په جاوا سیمه کې د اور غورځونکي غره له چاودلو وروسته زرګونه خلکو خپل کور کلی پرې ایښي.
له کیلود نومي غره نه د ايرې دوړې وځي او ۱۳۰ کیلومتره لرې سوریابایا ښار په ګډون یې پراخه ساحه لاندې کړې.
چارواکي وايي، دوه کسان هغه مهال ووژل شول، چې کور یې د ایرو دروندوالي له کبله ړنګ شو. ځینو سیمو کې ویل کېږي، چې د ایرو کچه څلور سانتي مترو ته رسېدلې ده.
درې مشهور هوايي ډګرونو، سورابایا، سولو او یوګیاکارتا، وايي د خړې پړې هوا له کبله د تړلو امر شوی.
داسې وېره هم څرګنديږي، چې ښايي خاورینې دوړې د الوتکو ماشینونو ته زیان واړوي. چارواکو د پنجشنبې په ورځ د غره چوولو یو ساعت مخکې خبرداری خپور کړ.
دوی د اور غورځونکي غره شاوخوا ۱۰ کیلومتره سیمې کې د ۳۶ کلیو اوسېدونکو ته امر وکړ، چې خپلې مېنې پرېږدي.
اندونیزیا کې د بېړني حالت اداره وايي، نژدې سل زره کسانو په موقتو سرپناځایونو کې پنا اخیستې.

د عکس سرچینه، REUTERS
چارواکي وايي، دوه کسان هغه مهال ووژل شول، چې کورونه یې د ایرو له زوره کېناستل.
د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د جمعې په ورځ یو شمېر کلیوالو هڅه وکړه، خپلو کورونو ته لاړ شي او ارزښتمن ښیان له ځانه سره وباسي، خو وايي له غره نه د وتونکو ایرو او کاڼو له کبله اړ شول، چې بېرته تش لاس وتښتي.
د اندونیزیا بيړني حالت سره د مبارزې ادارې ویاند سوتوپو پورو نوګروهو، بي بي سي ته وویل، چې د غره له څوکې وتونکو ایرې او کوچني کاڼي تر دوو سوو مترو ساحې پورې بهیدلي دي.
جکارتا کې د بي بي سي خبریال الیس بودیساتريجو وايي، اورشیندونکي غره ته تر ټولو نژدې ښار کېدېري دی، چې په بشپړه توګه خړ پړ ښکاري.
که څه هم د اندونیزیا د اورشېندونکو غرونو او جیالوجي اژانس مشر، هیندراستو چې د ډېر اندونیزیایانو په څېر په یوه نوم یادیږي، وايي، د غره چاودنې زور کرار کرار کمېږي.
کارپوهان وايي اور غورځونکي غرونه له یوې پراخې چاودنې وروسته کراريږي او د لا سترو چاودونو احتمال یې نه شته.
دغه غر د ۱۹۹۰ کلونو پر مهال چوولي و، چې له کبله یې لسګونه کسان وژل شوي وو. ۱۹۱۹ کال کې د غره یوې خورا زورورې چاودنې ۵۰۰۰ کسان وژلي وو.
اندونیزیا د ارضي کږو کرښو پر سر پروت هېواد دی او په تکرار سره د زلزلو راتګ او اور شېندونکو غرونو د چوونې ښکار کېږي.
دغه هېواد کې ۱۳۰ فعال اور غورځونکي غرونه موقعیت لري. له دې مخکې روانه میاشت د سماترا ټاپو کې د سینابونګ نومي اور غورځونکي غره چاودنې له کبله ۱۴ کسان وژل شوي وو.








