منموهن سنګهـ هند لپاره څه څه و نه کړل...

منموهن سنګهـ ٨١ کلن دى او د لسو کالو راهيسې د هند لومړی وزير دی.
د عکس تشریح، منموهن سنګهـ ٨١ کلن دى او د لسو کالو راهيسې د هند لومړی وزير دی.
    • Author, محمد زاهد
    • دنده, لندن

د هند لومړي وزير منموهن سنګهـ اعلان کړی چې که راتلونکې ټاکنې د کانګرېس ګوند وګټي نو دی به نور د لومړي وزير دنده نه تر سره کوي.

په هند کې عمومي ټاکنې د روان کال د مې په مياشت کې کېږي.

منموهن سنګهـ ٨١ کلن دى او د لسو کالو راهيسې د هند لومړی وزير دی.

د هغه تر مشرۍ لاندې د کانګرېس ګوند د تېرو څو کلنو راهيسې د فساد او درغلۍ د يو شمېر پېښو له کبله د نيوکو سره مخامخ دی خو د ډېرو په اند منموهن سنګهـ يو دروند کس دی.

ان د هغه مخالفين هم دا وايي چې هغه يو داسې سياست وال دی چې لمن یې په درغلۍ نه ده ککړه خو نور څېړونکي بيا وايي چې د هېواد مشرۍ لپاره يوازې دغه ځانګړتيا کافي نه ده.

ښاغلي سېنګ د کانګرېس ګوند د راتلونکې مشرۍ لپاره راهول ګاندي په ګوته کړی دی چې د نهرو- ګاندي سياسي کورنۍ غړی دی.

منموهن سنګهـ په لومړي ځل په ٢٠٠٤ او وروسته په ٢٠٠٩ کې د هند لومړی وزير وټاکل شو.

د ده په اړه ويل کېږي چې په ولس کې خپله کلک بنسټ نه لري.

لومړي وزير سنګهـ يو ځل ويلي و چې "د هېواد مشري خوند کوي خو په ډېموکراسۍ کې د دې لپاره لومړى کار ټاکنې ګټل دي."

د نوموړي لوی وياړ د هند اقتصادي بنسټ دی. دی د هند د اقتصادي اصلاحاتو بنسټګر یادېږي.

هغه په ١٩٩٠ کلنو کې د هېواد اقتصاد له ديوالي کېدو ژغورلی و.

ښاغلى سېنګ اصلآ يو اقتصاد پوه دی چې د برتانيا په وتلو پوهنتونونو کېمبرېج او اکسفورډ کې یې زده کړې کړې دي.

هند نن په نړۍ کې د لويو اقتصادي هېوادونو څخه يو دی او پرله پسې اقتصادي وده يې تر ډېره بې له څه خنډه روانه ده.

بهرنۍ تګلاره

د منموهن سنګهـ يوه لويه لاس ته راوړنه دا ده چې د هند هستوي ګوښه والی یې پای ته ورساوه.

هغه د متحده ايالتونو سره اټومي تړون وکړ او هند يې د دې جوګه کړ چې د امريکا ملکي هستوي ټکنالوژۍ ته لاس رسی ولري.

د ډېرو په اند دا کار به د هند د انرژۍ ستونزې کمې او ا قتصادي پرمختګ لا پسې ګړندی کړي.

لومړي وزير د پاکستان سره د سولې پروسه په کاميابۍ مخ په وړاندې بوتله او خپله د هغه په وينا نژدې و چې له خپل "رقيب" سره د سولې تړون لاسليک کړي خو په ٢٠٠٨ کال کې د پاکستاني اورپکو له خوا په ممبی ترهګرو بريدونو دغه پروسه شنډه کړه.

ښاغلی سنګهـ له ګاونډيانو سره ښو اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي او د چين سره د ٤٠ کلنې سرحدي شخړۍ د حل په ترڅ کې يې چينايي چارواکي قانع کړل چې د تجارت لپاره په پوله يوه لاره پرانیزي.

افغانستان

منموهن سنګهـ افغانستان سره اړیکو ته ځانګړى پام وکړ او له دغه هېواد سره يې د بيا رغاونې په کارونو کې د ميلياردونو ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده.

د افغانستان د طبعي شتمنۍ او کانونو راڅپړلو او پر مختګ لپاره يې ډېره پانګونه کړې ده.

ښاغلی سنګهـ د هند لومړی، صدر اعظم و چې په دېرشو کلنو کې په لومړي ځل کابل ته ولاړ.

يو وخت داسې ښکارېده چې هغه به خپل پخواني ملګري ايران سره اړيکي وشلوي او د سياست والو قهر يې را وپاراوه خو په دې کې هېڅ شک نشته چې هغه هند له اقتصادي او هستوي ګوښه والي څخه را وویست او ښايي همدا دليل وي چې خپله منموهن سنګهـ وايي "تاريخ به يې په اړه مهربانه قضاوت وکړي."