اوباما د ملي امنيت د فعاليتونو بيا کتنه غوښتې

ولسمشر اوباما ويلي، د امريکا د څارګرې ادارې پخواني قراردادي ادوارد سنوډن له خوا افشا شويو اسنادو لا له وړاندې د امريکا استخباراتي عملياتو ته غير ضروري تاوان اړولی دی.
په تير يوه کال کې ولسمشر اوباما له زياتو کورونيو او بهرنيو ستونزو سره مخامخ و، چې دې يې په خلکو کې د محبوبيت کچه ۱۴ سلنه راښکته کړه.
په دغه خبري کنفرانس کې له ده ډيری پوښتنې د ملي امنيت ادارې له خوا د امريکايانو د ټيلفوني مکالمو د ثبتولو او د هغو د احتمالي اورېدو د پټ پروګرام په اړه وې.
ښاغلي اوباما چې يوازې دوه ورځې وړاندې يې په دې اړه له خپله لوري د ګومارل شوي کمېسیون وړانديزونه واورېدل اشاره وکړه، چې نوی کال ښايي په دغه پروګرام کې بدلونونه راولي.
ده پر دغه پروګرام د امريکايانو بې باورۍ ته اشاره وکړه ويې ويل: ''هغه پوښتنه چې موږ يې کوو دا ده چې ايا موږ هماغه موخې ترلاسه کولای شو، چې دا پروګرام يې بايد ترلاسه کړي، په داسې بڼه چې خلکو ته ډاډ ورکړي چې د ملي امنيت اداره هغه څه کوي، چې بايد ويې کړي او موږ بايد نړيوالو ته هم دا ډاډ ورکړو''.
که څه هم ښاغلي اوباما وويل په دې اړه يې تر اوسه پرېکړه نه ده کړې، خو ويې ويل چې ښايي له خصوصي مخابراتي شرکتونو وغواړي د وګړو د مکالمو ريکارډونه تر ډېره وخته وساتي او که اړتيا شي د حکومت په واک کې يې ورکړي.
له دغه پټ پروګرام نه پرده د امريکا د ملي امنيت ادارې يوه قراردادي ادوارد سنوډن پورته کړه.
خبريالانو هڅه وکړه چې ولسمشر اوباما نوموړي ته د بښنې په احتمال وغږېږي، خو ده په دې اړه له څرګندونو ډډه وکړه او سنوډن يې امريکا ته د بې ځايه زيان په رسولو تورن کړ.
د سپينې ماڼۍ خبريالانو ولسمشر اوباما ډېر وهڅاوه چې ۲۰۱۳ کال د ده لپاره تر ټولو ناوړه کال وبولي، خو ده مقاومت وکړ او د ستونزو سره سره يې د اقتصادي ودې په شان مثبتو بدلونو ته اشاره وکړه.
هغه وخت چې له ولسمشر اوباما وپوښتل شول، د کال تر ټولو لويه تېروتنه يې کومه وه، ده وويل چې له چمتووالي پرته د روغتيا د نوي قانون د ويبپاڼې پرانستل و، چې له زياتو ستونزو سره مله وه.
د بهرنيو موضوعاتو په لړ کې ده له کانګرس نه وغوښتل چې د ايران پر ضد دې نور بنديزونه نه لګوي.
ښاغلي اوباما وويل که ايران په خپلو کړو ژمنو ونه دريږې، نو بيا به دی پخپله د دغه هېواد پر ضد د نويو بنديزونو ملاتړ وکړي.








