د منډېلا تښتوونکې ډلې مشر ته ۳۵ کاله بند

د سوېلي افریقا یوې محکمې د هغې سپین پوستو توک پالو د ډلې مشر ته د ۳۵ کلونو بند سزا ورکړې ده، چې د نېلسن منډېلا د تښتولو هڅه یې کړې وه.
دغې ډلې له هېواده د تور پوستو د شړلو فعالیتونه هم کول.
د پوهنتون مخکنی دغه استاد او تورن مایک دو توا تېر کال د منډېلا د تښتولو دسیسه کې د لوی خیانت په تور ونیول شو.
د نوموړي محاکمه ټيک نه کاله روانه وه.
دو توا د (بویرماګ) په نامه یوې ډلې مشر و، چې تر ډېره په کې سپین پوستې توکم پالې ملېشې راغونډې شوې وې.
دغې ډلې په ۲۰۰۲ کال د افریقا د ملي واکمن ګوند د راپرځولو هڅې هم کړې دي.
محکمې د دغې ډلې نورو مشرانو ه د پنځو او ۳۵ کلونو ترمنځ د بند سزاګانې اورولې دي.
محکمې د تېر کال په تېر جولای کې دو توا په نهو چاودنو کې د ښکېلتیا تورونه متوجه کړي و، چې ډېر یې په ۲۰۰۲ کال په جوهانسبرګ او سویټو کې شوي وو، چې لږترلږه یو کس پکې وژل شوی و.
همداشان، محکمې دغه ډله د یوه داسې انقلاب په کولو تورنه کړې، چې غوښتل یې واکمن تورپوستي له واکه لیرې او له هېواده وشړي.

دو توا له ۱۹۹۴ کال د تور پوستو د لږکیو له واکمنۍ وروسته هغه لومړنی کس دی، چې جنوبي افریقا کې د لوی خیانت په تور محاکمه کېږي.
د جنوبي افریقا مخکني ولسمشر نېلسن منډېلا د توک پالنې د کلونو او واکمنۍ په کلونو کې ټیک ۲۷ کاله زنداني و، خو بیا وروسته په ۱۹۹۴ کال ولسمشرۍ ته ورسېد.
نوموړي د خپلې واکمنۍ پرمهال د ملي یووالي او د ټولنې د یو موټی کېدا غوښتنې او هڅې وکړې.
شنونکي وايي، که څه هم سوېلي افریقا کې توکم پالنه شته، خو د بویرماګ په څېر سخت دریځي توکم پال ډېر ولسي ملاتړ نه لري.
په تېر دسمبر کې پولیسو هغه څلور سخت دریځي ونیول، چې د افریقا د ملي حزب دفتر الوځولو پلان یې درلود، چې په پام کې وه ولسمشر جاکوب زوما او نور جګپوړي چارواکي په کې ګډون وکړي.








