مالي کې د سرتېرو او ياغيانو ترمنځ نښته روانه ده

د مالي په کيډال کې د حکومتي ځواکونو او مشکوکو بيلتونپالو ترمنځ جګړه روانه ده، او وېره ده چې ښايي زور واخلي.
وسله والو په ښار کې پر هغو سرتېرو بريد کړی چې د يوه بانک ساتنه يې کوله او هغوی هم ځوابي ډزې کړې دي.
ځايي خلک او يوه چارواکي چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي ويلي، وسله وال د طواريق ډلې ياغيان دي، چې څو ورځې وړاندې يې د سولې له خبرو د وتلو اعلان کړی دی.
د فرانسې ځواکونه د مالي په شمال کې دېره شوي دي او د مالي ځواکونه کيډال ته ورستانه شوي دي.
په کيډال کې ځايي والي د فرانسې خبرې اژانس ته ويلي چې په ښار کې ډېرې ډزې شوي، وسله وال ډزې کوي او د مالي سرتيري پر ځوابي ډزې کوي.
دی وايي نه پوهېږي، چې وسله وال څوک دي، خو د ده په دفتر کې يوه کس د نوم نه ښودلو په شرط او ځايي خلکو ويلي، بريدګر هغه کسان دي چې په سيمه کې پوځ نه غواړي.
په دغه نښته کې تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نه شته دي.
د شنبې د ورځې تاوتريخوالی د وروستيو نښتو وروستۍ هغه دی.
د جمعې په ورځ د مالي دوه سرتېري هغه مهال په کيډال کې ټپيان شول چې وسله والو د دوی پر لوري يو لاسي بم ګوزار کړ.
د شنبې په ورځ هغه مهال چې ځانمرګو بريدګرو يو موټر له يوه پوځي کمپ سره والوځاوه په ټيمبکټو کې لږترلږه دوه کسه ووژل شول.
د يکشنبې په ورځ يوه ځايي مشر اسوشيېټېډ پرس خبري اژانس ته وويل، چې له کيډال سره نژدې يې په کمپ کې د ډزو غږونه اورېدلي، خو په دې اړه نور جزييات نه دي ډاکيزه شوي.
د جون مياشتې تړون د ټاکنو ترسره کېدو ته فرصت ورکړ او نوي ولسمشر ابراهيم بوبکر کيتا د دې مياشتې په لومړيو کې لوړه وکړه.
هغه ژمنه وکړه چې د طواريق له پاڅون وروسته به مالي يو موټی کوي.








