م. م د سوریې کیمیاوي وسلو ویجاړولو پرېکړه وکړه

د ملګرو ملتونوا منیت شورا هغه قانون تصویب کړ، چې له مخې یې د سوریې کیمیاوي وسلې باید ویجاړې شي.
په دې پرېکړه کې د سوریې له حکومته د کیمیاوي وسلو او د کیمیاوي وسلو د وسله تون د له منځه وړلو غوښتنه شوې، او نړیوالو څارونکو ته باید د دغو وسلو د موجودیت ځایونو ورتګ ته اجازه ورکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون وویل، د امنیت شورا پرېکړه هغه لومړی خبر ګڼل کېږي، له ډېر وخت راهیسې د سوریې په تړاو د امن او سوکالۍ پیغام پکې نغښتی دی.
بان د سوریې له حکومته وغوښتل، چې له هېڅ ځنډ پرته دغه پرېکړه عملي کړي.
په سوریه کې له څه باندې ۳۰ میاشتو جګړو او وژنو وروسته، دا لومړۍ پرېکړه ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا له قانوني اړخه د سوریې په تړاو کېږي.
روسیې او چین د سوري ولسمشر بشارالاسد پرضد د امنیت شورا او د لوېديځ په ملاتړ دا ډول درې مخکنۍ پرېکړې وځنډولې.
دغې شورا د شنبې په ورځ د سوریې د کیمیاوي وسلو د بندیز له پرېکړې وروسته پر دې رایه ورکړه، چې د ۲۰۱۴ کال ترپایه باید سوریه له کیمیاوي وسلو ځان خلاص کړي.
د کیمیاوي وسلو نړیوال کارپوهان هیله مند دي، چې راتلونکې اوونۍ د سوریې د ننه خپل کار پیل کړي.
"ناوړه پایلې"
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل، ملګرو ملتونو وښوله، چې "دیپلوماسي کېدی شي دومره ځواک ولري چې په سوله ییز ډول د جګړې تر ټولو ناوړه وسلې شنډې کړي".
بل خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د امنیت شورا دغه ګام ستایلی دی.
لاوروف ویلي، چې د نړیوالو هڅو کامیابي نه یوازې دا چې "د دمشق مسؤولیت" دی، بلکې په وینا یې د سوریې مخالفان هم بايد همکاري وکړي.
خو امریکايي وزیر سوري حکومت ته ګواښنه کړې، که چېرې دغه پرېکړه عملي نه کړي، سختې "ناوړه پایلې" به ولري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا سوریه کې د کیمیاوي وسلو کارېدل غندلي، خو هېڅ یوې غاړې ته یې د پړې ګوته لا تراوسه نه ده نیولې.








