اوباما: د سوريې پر حکومت فشار دوام مومي

ښاغلي اوباما وويل چمتو دى له روسيې سره پر هغه وړانديز کار وکړي چې بشارالاسد د خپلو کيمياوي وسلو ويجاړولو ته هڅوي.
د عکس تشریح، ښاغلي اوباما وويل چمتو دى له روسيې سره پر هغه وړانديز کار وکړي چې بشارالاسد د خپلو کيمياوي وسلو ويجاړولو ته هڅوي.

په داسې حال کې چې د سوريې په تړاو په ډيپلوماټيکو هلو ځلو کې نوي توپيرونه را دبره شوي، ولسمشر بارک اوباما د امريکا ولس ته په خپله تلويزيوني وينا کې وويل د کيمياوي وسلو کارول چې د سيمې او د امريکا ملي امنيت ته گواښ دى له پامه نشي غورځېداى.

ښاغلي اوباما وويل چمتو دى له روسيې سره پر هغه وړانديز کار وکړي چې بشارالاسد د خپلو کيمياوي وسلو ويجاړولو ته هڅوي. خو هغه زياته کړه که ديپلوماسي ناکامه شي نو امريکا د زور پر کارونې ټينگار کوي.

سپينې ماڼې اعلان کړى چې د بهرنيو چارو وزير جان کري به صبا له خپل روسي سيال سره په سويس کې وويني.

ټاکل شوې وه د امنيت شورا د سوريې کيمياوي وسلو په تړاو د روسيې د وړانديز په اړه بحث لپاره غونډه وکړي، چې له مخې يې دغه وسلې به نړېوالو ته په لاس ورکول کېږي، خو غونډه د جوړېدو له غوره شوي وخت نه لږ وړاندې وځنډول شوه.

په اردن کې د روسيې سفير وايي دغه راز يوې حل لارې ته رسېدل به لويه بريا وي:

" موږ هېلمن يو چې داسې وشي، ځکه زموږ په اند اوس ټول لېواله دي چې له کړکېچ نه د وتلو لپاره دغه لاره غوره کړي. موږ هيله لرو چې دا عملي کړو ځکه چې دا اوس خورا ډېره اړينه ده."

امريکا، فرانسه او برتانيا د داسې يوۀ پريکړه ليک پر مسودې کار کوي چې که سوريه خپلو کيمياوي وسلو د زيرمو په برخه کې غوښتنو ته په غاړه اېښودو کې پاتې راشي، نو په وړاندې يې د زور کارونې ته اجازه ورکړي.

خو د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هر هغه پلان چې گواښ په کې نغښتى وي، رد کړ.

د امنيت شورا پرېکړه ليک

اردن ته د روسيې سفير بي بي سي ته وويل د امنيت شورا پرېکړه ليک ته اړتيا نه ليدل کېږي

" اوس د دې مهال دى چې کارپوهانو ته غوږ ونيول شي بيا به وروسته په امنيت شورا کې يوۀ پرېکړه ليک ته اړتيا وي. نو د بېړې اړتيا څه ده په تېره بيا د پريکړه ليک لپاره، موږ دا غوراوى نه ردوو، خو دا بايد وروسته تر سره شي. ولې دې ته اړتيا ده چې موږ بايد سم لاسي پرېکړه ليک ومنو؟ زما په اند سملاسي دغه راز يو اقدام کول به مثبته کړنه نه وي."

په همدې حال کې سوريه وايي چمتو ده چې خپلې ټولې کيمياوي وسلې د نړېوالو په ولکه کې ورکړي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد معلم وويل سوريه غوړي د کيمياوي وسلو نه د خپراوي تړون غړيتوب ترلاسه کړي.

"ما ته د دې واک راکړل شوى چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو په تړاو د دغو وسلو د نه خپراوي له نړېوال قانون سره سم د روسيې د نوښت ملاتړ اعلان کړم. موږ چمتو يو چې د دغه نوښت په پلي کېدو کې بشپړه همکاري وکړو.

موږ په ځانگړې توگه دا هوډ لرو چې د کيمياوي وسلو د نه خپراوي له نړېوال تړون سره يوځاى شو. او دغو وسلو په تړاو د خپلې وينا د وړاندې کولو په گډون، چمتو يو له ياد تړون سره سم خپلې ټولې ژمنې پرځاى کړو.

موږ چمتو يو، چې د خپلو کيمياوي وسلو ځاى ځايگى روښانه کړو او جوړولو ته يې د پاى ټکى کېږدو. موږ چمتو يو هغه ځايونه چې دغه وسلې په کې ساتل کېږي د روسيې، نورو هېوادونو او د ملگروملتونو د استازو په ولکه کې ورکړو. د روسيې نوښت ته زموږله ژمنتيا نه موخه دا ده چې د سوريې پر ټولو کيمياوي وسلو زموږ واک او اختيار ختمېږي."

خو سره له دې ټوله امريکا په دې ټينگار کوي چې هره معامله بايد د ملگرو ملتونو د داسې يوۀ پريکړه ليک له مخې وشي چې د سرغړونې عواقب يا پايلې هم په کې مالومې شوې وي.