افغانستان ته د سرتاج عزیز د سفر نېټه معلومه شوه

- Author, طاهر خان
- دنده, اسلام اباد
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ملي امنیت او بهرنیو چارو لپاره د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز به د یکشنبې په ورځ (د جولای ۲۱ مه) کابل ته سفر وکړي او افغان ولسمشر حامد کرزي ته به د لومړي وزیر نواز شریف یو ځانګړی پیغام هم ورسوي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدرې وویل ښاغلی عزیز به له افغان ولسمشر سره هم غونډه کوي.
هغه به نورو جګپوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه هم خبرې وکړي.
ویاند وویل سر تاج عزیز به د لومړي وزیر له خوا ولسمشر حامد کرزي ته د پاکستان د سفر رسمي بلنه هم ورکړي.
د د چهارشنبې په ورځ د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ سره ګډې خبرې ناستې ته په وینا کې سرتاج عزیز ویلي و چې کابل ته د ده سفر به اسلام اباد ته د ښاغلي کرزي سفر ته لار سمه کړي.
د یادونې وړ ده چې تېره میاشت د لومړي وزیر نواز شریف او افغان ولسمشر حامد کرزي د تیلیفوني خبرو پر مهال کابل ته د سرتاج عزیز د استولو په اړه موافقه شوې وه.
په تیلیفوني خبرو کې د پاکستان لومړي وزیر یو وار بیا ولسمشر کرزي ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه چې ښاغلي کرزي ومنله.
هغه وخت کابل کې افغان خبري اژانس باختر، خبر ورکړی و چې "د هېواد ولسمشر وړانديز وکړ چې په بهرنيو چارو او ملي امنيت کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزيز دې کابل ته سفر وکړي چې پاکستان ته زما د سفر لپاره د يوې اغېزمنې اجندا په باب کار وشي."
خبرې اژانس وویل ولسمشر زياته کړه چې پاکستان ته د ده سفر بايد مثبتې پایلې ولري او د افغانستان او پاکستان د خلکو هيلې چې سولې او ثبات ته رسېدل دي، د دواړو هېوادونو د حکومتونو له خوا ترسره شي.
د ولسمشرۍ دفتر خبر وکړی و چې په دې ټيلیفوني اړيکه کې د پاکستان لومړي وزیر يو ځل بيا د هېواد ولسمشر ته بلنه ورکړه چې د خبرو د ترسره کولو لپاره دې پاکستان ته سفر وکړي.
د رپورټ تر مخه "د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر حامد کرزي له ميا نواز شريف څخه د مننې په ترڅ کې وويل چې په اصولو کې له دغې بلنې سره موافقه لري او په يو مناسب فرصت کې به دغه هېواد ته سفر وکړ."








