منډېلا مېرمن وايي د مېړه روغتیايي حالت یې ښه دی

د نېلسن منډېلا مېرمن ګراسا مېچل د سوېلي افریقا دولتي تلوېزیون ته ویلي چې د خپل مېړه د روغتیا په هکله اوس ډېره اندېښمنه نه ده.
د هغې په وینا د ښاغلي منډېلا روغتیایي حالت اوس تر تېرې اوونۍ ښه شوی دی.
پخوانی ولسمشر منډېلا دا وخت د سږو د ناروغۍ له کبله په روغتون کې بستر دی.
ډاکټران وایي د نوموړي حالت ښه، خو لا هم د اندېښنې وړ دی.
ښاغلی منډېلا به را روانه اوونۍ ۹۵ کلن شي.
په سوېلي افریقا کې د بي بي سي خبریاله کرېن الن په خپل رپوټ کې لیکي ښاغلی منډېلا له تېرو پنځو اونیو راهیسې په کوما کې دی خو د هغه د مېرمنې وروستیو څرګندنو خلک یو ځل بیا هیله من کړي دي.
د سوېلي افریقا دولتي تلوېزیون سره په خبرو کې مېرمن مېچل وویل مېړه یې درمل خوري او اوس ښه شوی دی.
هغې وویل اوس د خپل مېړه د روغتیا په هکله ډېره اندېښمنه نه ده.
مېرمن مېچل په دې وروستیو کې له ښاغلي منډېلا سره په ورغتون کې ډېر وخت تېروي.
په تېرو څو اونیو کې د ښاغلي منډېلا د کورنۍ د غړو تر منځ یو لړ قانوني ناندرۍ رامنځ ته شوي دي خو مېرمن مېچل له دې هر څه ځان ګوښه کړی دی.
په همدې حال کې ماشومان د پرېتوریا ښار هغه روغتون مخې ته سندرې وایي چې د ښاغلي منډېلا درملنه په کې کېـږي.
د روغتون مخې ته پر کټارو د خواخوږۍ پیغامونه هم تر سترګو کېـږي.








