" سوري حکومت سارین نومي کیمیاوي مواد کارولي "

د فرانسې او برتانیې حکومتونه وایي، دوی کره شواهد لري، چې د سوریې حکومت په دغه هېواد کې د یاغیانو پر ضد د سارین په نامه کیمیاوي مواد کارولي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورېنت فابیوس ویېلي، په یوه ځای کې یې د سارین د استعمال ثبوت تر لاسه کړی دی.
ښاغلي فابیوس ویېلي، په اپرېل میاشت کې د یوه برید د قربانیانو د وینې او ادرارو په ازموینو کې فرانسوي لابراتوارونو د سارین نښې موندلي دي. نوموړي ویېلي، د یادو ازموینو پایلې یې ملګرو ملتونو ته سپارلې دي.
په ملګرو ملتونو کې د برتانیې سفیر مارک ګرانټ د سوریې د جګړې په اړه د دغه بنسټ د یوه نوي راپور په اړه د خبري کنفرانس پر مهال خپلو خبرو کې وویل، برتانیا هم شواهد لري، چې کیمیاوي وسلې کارول شوې دي.
" داسې کره شواهد شته، چې د سوریې د رژیم لخوا په دغه هېواد کې په وړه کچه کیمیاوي وسلې کارول شوې دي. موږ د یو شمېر پېښو په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي ته خبر ورکړی دی. په دې وروستیو کې د مۍ میاشتې په درویشتمه ما سرمنشي ته په لیکلي ډول د دوه درې پېښو په اړه خبر ورکړ، چې زموږ په باور ښايي کیمیاوي وسلې پکې کارول شوې وي."
له دې مخکې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې شوې پلټونکې جرګه ګۍ پخپل راپور کې ویلي و "داسې رپوټونه شته" چې په سوریه کې د جګړې دواړو ښکېلو غاړو کیمیاوي وسلې کارولې دي.
څېړنې ښيي چې څلور ځله حکومتي ځواکونو او یو ځل هم مخالفو وسله والو کیمیاوي وسلې کارولې دي، خو د بڼې په اړه یې څه نه دي ویل شوي. د م م راپور د پېښو قربانیانو، روغتیايي کارکوونکو او عیني شاهدانو د څرګندو پر بنسټ جوړ شوی دی.
ملګرو ملتونو پخپل دې تازه راپور کې د سوري نظام وسله وال مخالفین هم د جنګي جرمونو مجرمین بللي، چې وايي دغو ډلو له قضا پرته خلک اعدام کړي، ربړولي، او ان د خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
خو وايي، د دغو ډلو له لوري د جرم کړنې د حکومتي ځواکونو او د هغوی د ملاتړو له انساني ضد جرمونو سره نه شي پرتله کېدای.
نړیواله ټولنه هڅه کوي، چې په سوریه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې لپاره زمینه برابره کړي، خو د دغو خبرو لپاره دقیقه نېټه لا نه ده ټاکل شوې.








