د جرمن ژبي تر ټولو اوږده اصطلاح له منځه لاړه

مډکاو ناروغۍ ته RkReUAUG مخفف نوم ورکړل شو.
د عکس تشریح، مډکاو ناروغۍ ته RkReUAUG مخفف نوم ورکړل شو.

جرمني کې له اروپايي اصولو سره سم د یو قانون جوړولو لپاره د جرمن ژبې تر ټولو اوږده اصطلاح له منځه یووړله شوه. دغه اصطلاح داسې وه.

Rindfleischetikettierungsueberwachungsaufgabenuebertragungsgesetz

او د دې تورو معانا ده" د غوايي غوښې د لیبل څارونکي اختیار لېږدونکی قانون."

دغه اصطلاح په ۱۹۹۹ کال د لویدیځې پومیرانیا په میکلن برګ ایالت کې رامنځ ته شوه.

د څارویو د معاینې لپاره د اروپايي اتحادیې قانون کې له بدلون وروسته، دغه قانون هم له منځ لاړ.

جرمنیان د قانوني او سیاسي اړخونو د بيانولو لپاره د اوږدو اصطلاحاتو جوړولو له کبله ډېر مشهور دي.

دغه ډول اصطلاحات په جرمن ژبه کې د " اوږده چینجي" په نوم مشهور دي. له ۶۳ توریو جوړه دغه اصطلاح د مډکاو ناروغۍ له کبله جوړه شوه.

مډکاو ناروغۍ ته RkReUAUG مخفف نوم ورکړل شو، چې دا خپله په سخته سره ویل کېدونکې اصطلاح ده.

خو کله چې اروپايي اتحادیې په مسلخونو کې د څارویو معاینه کول ختم کړل، نو دې اوږدې جرمن اصطلاح ته هم اړتیا پاتې نه شوه.

د جرمن رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې اوس د یوې بلې اوږدې جرمن اصطلاح لټون دوام لري. د سیالۍ لپاره بله اصطلاح Donaudampfschifffahrtsgesellschaftskapitaenswitwe، ده، چې معانا یې ده، په ډینوب سیند کې د چلېدونکې بخاري کښتۍ د کپتان کونډه.

خو جرمني کې ماهرین په دې باور دی، چې دغه ډول اوږده اصلاحات ډېر لږ کارول کېږي، چې په معیاري جرمن ژبه کې یې کره والی ستونزمن دی. ډکشنرۍ کې تر ټولو اوږده اصطلاح Kraftfahrzeughaftpflichtversicherung ده، چې معانا یې د ګاډو انشورنس دی.