د چین چرګانو مسلخ کې اور لګېدو ۱۱۹ کسان وژلي

چین
د عکس تشریح، تر اوسه د اور لګېدو سبب نه دی روښانه شوی.

د چین شمال ختيځ جیلین ولایت د مرغانو په یوه مسلخ کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۱۱۹ کسان وژل شوي.

د چین رسمي خبري اژانس شینخوا ویلي، اور د جیلین ولایت په دیهوی کې د مسلخ له ځایه د دوشنبې پر ګهیځ راوتلی دی.

د ژغورنې ډلې هڅه کوي، چې سیمې ته خپل ډېر کارکوونکي ورسوي او اور مهار کړي.

داسې رپوټونه هم شته، چې تر اور لګېدو وروسته په سیمه د برېښنايي شارټونو له کبله درې چاودنې شوې دي.

شینخوا وايي، نژدې ۱۰۰ کارکوونکي له مسلخه تښتېدلي، خو د مسلخ د پېچلي جوړښت له کبله د اور وژنې د مامورینو کار له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.

هغه شرکت، چې دغه مسلخ چلوي، تر ۱۰۰۰ ډېر کسان ګومارلي، چې د چرګانو په پروسس کې کار وکړي.

د چین پر ملي تلوېزیون د پېښې انځورونه خپاره شوي.

په چین کې د کارځای حفاظتي معیارونه ډېر ټيټ دي، چې وړاندې هم په فابریکو کې د مرګونو پېښو رپوټونه ورکړل شوي.

د مرغانو د پروسس دغه فابریکه له بیجینګ څخه شمال ختيځ لور ته نژدې ۸۰۰ کیلومتره لیرې پرته ده.