بندي ریدون فاید د زندان څلور ساتونکي وتښتول

د فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، د لوی څارنوال فردریک فیفر ویلي فاید "یو ځانګړی ګواښ رامنځ ته کولای شي".
د عکس تشریح، د فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، د لوی څارنوال فردریک فیفر ویلي فاید "یو ځانګړی ګواښ رامنځ ته کولای شي".

د فرانسې په شمال کې پولیس د هغه مشهور تښتېدلي غله په لټه کې دي، چې له زندانه یې پښې سپکې کړې، او څلور ساتونکي یې هم له ځانه سره تښتولي دي.

پولیس فاید له زندانه د تېښتې لپاره چاودېدونکي توکي کارولي، چې له دې سره د لیل ښار له سیکودن زندانه وتښتېد، چې د پولیسو په وینا، لاهم یوه اندازه چاودېدونکي توکي ورسره دي.

فاید په فرانسه کې د مشهور غله په نامه یادېږي، چې وړاندې هم څو ځلې د وسله والې غلې په تور بندي شوی دی.

فاید په ۲۰۰۹ کال یو کتاب خپور کړ، چې د پاریس په څنډو کې یې د خپل له جرمه ډک ژوند کیسې په کې کړې دي، او ویلي یې دي، چې څرنګه د مجرمینو نړۍ ته واوښت.

فاید پخپل کتاب کې وايي، چې اوس یې په بشپړه توګه له جرم لاس اخیستی، خو پولیس باوري دي، چې د ۲۰۱۰ کال د غلا په هغو پېښه کې اصلي طراح و، چې پولیس په کې قرباني شول.

نوموړی په ۲۰۱۱ کال کې د یوه مخکني تور او د ضمانت د ماتولو په تور بندي شو.

پولیس وايي، ښکاري، چې د فاید ښځې هم خپل مېړه ته چاودېدونکي توکي ورکړي وي.

د فرانسې "لا فوا دو نورد" ورځپاڼې ویلي، د تېښتې پرمهال د څلورو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

فاید خپلې تېښتې ته د لارې هواري لپاره د زندان پنځه دروازې الوځولې او د زندان څلور ساتونکي یې تښتولي دي.

تر تېښتې وروسته یو سېځل شوی ګاډی موندل شوی، چې پولیس د هغه بل ګاډي په لټه کې دي، چې فاید په کې تښتېدلی دی.

د فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، د لوی څارنوال فردریک فیفر ویلي فاید "یو ځانګړی ګواښ رامنځ ته کولای شي".

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د تېښتې دغه پېښه له وړاندې سمه طرحه شوې ده، چې دوی یې ټول اړخونه پلټي.