سوري پوځ د کډوالو پر کمپ بمبار کړی

د خپريدو وخت: 05:02 گرینویچ - جمعه 18 جنوري 2013 - 29 مرغومی 1391
سوریه

سوري فعالین وايي حکومتي چورلکو د سوري او فلسطیني کډوالو پر کمپ بمبار کړی.

سوري فعالانو ویلي، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ حکومتي ځواکونو د فلسطیني او سوري کډوالو پر کمپونو بمبار کړی، چې لږترلږه ۱۲۳ کسان په کې وژل شوي دي.

دغه وژنې زیارته په دمشق حماه او شاوخوا سیمو کې شوې دي.

د فعالانو د راپور له مخې، حکومتي جنګي الوتکو د دمشق الحسینیه کډوالو پر کمپ سخته بمباري کړې ده، چې فلسطیني او د سوریې کډوال په کې اوسېدل.

په دغه برید کې ۱۵ کسان وژل شوي، چې اووه په کې ماشومان دي.

د بشري حقونو د څار سوري فعالانو ویلي، جنګي الوتکو د کمپ پر لوېديځه څنډه درې توغندي ویشتلي، چې یو شمېر کسان په کې وژل شوي، او ګڼ نور تر کنډوالو لاندې دي.

دوی وايي، چې ډېری قربانیان فلسطینیان دي.

پر انټرنېټ د ویشتل شوي کمپ انځورونه خپاره شوي، چې هره خوا کې مړي پراته دي، او ځوانان له کنډوالو د وژل شوو کسانو موړي راوباسي.

بل خوا سوري فعالانو ویلي، چې حکومتي ځواکونو د هېواد پر هغو سیمو هم بمبار کړی، چې خلک ترې وتلي، او پوره کلي یې پر کنډوالو اړولي دي.

پر داریا او المعضمیه سیمو کې بمبار شوی، چې د سوريې د ازاد پوځ په وینا مرګ ژوبله یې اړولې ده.

روسي بېړۍ

بل خوا، انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د لوی درستیز ددفتر په حواله ویلي، چې روسۍ "کالینګراد" جنګي بېړۍ د نوفورویڅک پر بندر درېدلې ده، چې وروسته د سوریې طرطوس بندر ته ځان رسول غواړي.

د روسې د لوی درستیز دفتر ویلي، بېړۍ به په راتلونکو څو ورځو کې خپل هدف ته ورسېږي.

وايي یوه بله درېیمه روسۍ جنګي بېړۍ هم د سوریې طرطوس ته روانه شوې، چې روسي سمندري ځواکونه، پراشوټ او پوځي تجهیزات په کې دي.

یو میليون بندیان

بل خوا، د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي، چې د ۲۰۱۱ کال د مارچ له پاڅونونو راهیسې سوري حکومت تر یو میلیون ډېر کسان نیولي او بندي کړي دي.

"د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په سوریه کې نژدې دوه کاله مخکې د پاڅون له پیلېدو راهیسې، لږترلږه ۶۰ زره کسان وژل شوي، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي."

دغې ادارې پخپل راپور کې ویلي، چې ۹۹ سلنه نیول شوي کسان په بېلابېلو شکنجو ربړول شوي، او تر ۱۳۰۰ ډېرو کسانو د وژل کېدو هغه اسناد ترلاسه شوي، چې د شکنجې له کبله مړه شوي دي.

راپور کاږي، تر ۱۶۰ زرو ډېر هغه بندیان، چې په ناوړه حالت کې ساتل کېږي، لسګونه یې په زندۍ کولو وژل شوي او ګڼ نور بیا په ډله ییز ډول په یوه ځنځير تړل شوي دي.

وايي چې د دمشق مرکزي زندان کې تر اتو زرو ډېر نیول شوي کسان ساتل کېږي، حال دا چې دغه زندان یوازې د ۲۵۰۰ بندیانو د ساتلو وړتیا لري.

په راپور کې دا هم راغلي، چې په نیول شوو او بندیانو کې نژدې شپږ زره ښځې هم دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په سوریه کې نژدې دوه کاله مخکې د پاڅون له پیلېدو راهیسې، لږترلږه ۶۰ زره کسان وژل شوي، چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>