
د چین په دغه شمالي ولایت هنن کې په وروستیو کې ماشومان په نښه شوي.
د چین په شمالي هنن ولایت کې اور لږترلږه اووه یتیمان وژلي دي.
چینايي حکومتي رسنیو ویلي، اور د هنن ولایت د یتیمانو په یوه پالنځي کې لګېدلی دی.
دغه اور دوه ساعته دوام کړي، چې د شینخوا خبري اژانس په وینا، په سیمه ییز وخت اته نیمې بجې (څلور او دیرش دقیقې ګرینویچ) پیل شوی دی.
چینايي چارواکو ویلي، څلور ماشومان ځای پرځای مړه شوي، او درې نور بیا د ټپونو له کبله روغتون ته پرلاره مړه شوي دي.
تر اوسه د اور لګېدو اصلي لامل نه دی روښانه شوی.
سیمه ییزو خلکو ویلي، د یوان لیهای په نامه یوې ښځې خپل کور د یتیمانو د پالنې لپاره ځانګړی کړی دی.
راپورونه دا هم وايي چې آغلې یوان یوه سیمه ییز سوداګره وه، چې پخپل کور کې یې له تېرو دوو لسیزو راهیسې لسګونه ماشومان ساتل.
خو دا لا تر اوسه روښانه نه ده چې په دغه پالنځي کې څومره ماشومان وو او څومره سوځېدلي دي.
د چین په دغه شمالي ولایت هنن کې په وروستیو کې ماشومان په نښه شوي.
په تېر دسمبر کې یوه سړي د چېنیپینګ کلي د ښوونځي ۲۳ ماشومان په چړه ټپیان کړل.
او په همدې میاشت کې چینايي چارواکو وویل، چې د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې یې شاوخوا ۹۰ ماشومان د قاچاق وړونکو له منګولو وژغورل.












