چین کې انټرنېټ ته د لاسرسي په اړه نوي قوانین

د خپريدو وخت: 07:12 گرینویچ - شنبه‬ 29 ډسمبر 2012 - 09 مرغومی 1391

یو شمېر کتونکي وايي د حکومت دغه اقدام د بیان د ازادي پر وړاندې د نورو بندیزونو لګولو په معانا دی.

چین کې حکومت انټرنیټ ته د لاسرسي په لړ کې قانون سخت کړی دی.

ویل کېږي د حکومت د دې اقدام مقصد مشتریانو ته د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو لپاره د بشپړې پېژندګلوۍ په اړه د معلوماتو ورکولو د قانون پلي کول دي.

بل لور ته یو شمېر کتونکي وايي د حکومت دغه اقدام د بیان د ازادۍ پر وړاندې د نورو بندیزونو لګولو په معنا دی.

د چین د حکومت دغه اعلان ته په داسې نظر کتل کېږي، چې ګواکي د دغه هېواد نوی مشرتابه انټرنیټ د ځان لپاره خطر بولي او له همدې امله یې په نښه کوي.

د چین د دولتي خبري اژانس ژنهوا په رپوټ کې ویل شوي، چې هر هغه مشتري، چې غواړي انټرنېټ، ډیجیټل ټیلي فون او یا موبایل خدمتونه تر لاسه کړي، باید د خدمتونو وړاندې کوونکې شرکت ته خپل رښتیني معلومات ورکړي.

په دا وروستیو کې د مظاهرو لپاره د خلکو بللو او یا په یوه ځای کې د خلکو د راټولولو لپاره له انټرنیټ څخه کار اخیستل کېږي. چین کې هم د کمونیست ګوند د یو شمېر هغو غړو په ضد د انټرنیټ پر پاڼو مواد خپریږي، چې په فساد ککړ دي.

"د چین د دولتي خبري اژانس ژنهوا په رپوټ کې ویل شوي، چې هر هغه مشتري، چې غواړي انټرنېټ، ډیجیټل ټیلي فون او یا موبایل خدمتونه تر لاسه کړي، باید د خدمتونو وړاندې کوونکې شرکت ته خپل رښتیني معلومات ورکړي."

چین کې د انټرنیټ کاروونکو شمېر سلګونو زرو کسانو ته رسیږي.

په دې هېواد کې ډېر کسان د مایکرو بلاګنګ یا لنډو پیغامونو د ویب پاڼو په وسیله د ملي ګټو او حکومتي چارواکو د فساد په اړه خپل غږ پورته کوي.

ځايي چارواکو د انټرنیټ پر مټ له هېواده بهر ته لېږدول کېدونکو موادو کلکه څارنه پیل کړې ده او اکثر مهال د ( ګریټ فایروال اف چاینا) په وسیله انټرنیټ ته د لاسرسي مخه هم نیول کېږي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>