په چين کې رسمي شمېرې ښيي چې صنعتي توليد په نومبر مياشت کې د تېر کال د همدې مياشتې په پرتله له لس سلنې زيات پورته شوی دی.
د چارو پوهان وايي دغه پايلې چې د چين د احصايې د ملي ادارې له لوري يې راپور ورکړل شوی د نړۍ د دويم ستر اقتصاد چين د اقتصادي پياوړتيا وروستۍ نښه ده.












