په چین کې پولیسو هغه څلور کسه نیولي چې د قیامت د راتلو په اړه یې اوازې خپرولې.
دغه کسان په سویل ختیځ ښار چونګ کینګ کې هغه مهال نیول شوي چې د لاسپیکر او د اعلامیو د خپرولو له لاې یې د روانې میاشتې په پای کې د قیامت د راتلو اعلان کاوه.
هغه اوازې چې ګواکې د دسمبر میاشت په پای کې به قیامت شي د چين د ټولنیزو رسنیو د بحث پر یوې ګرمې موضوع بدله شوې.












