جاپاني ساحلي ساتونکي وايي یوه چینايي کب نیونکې بېړۍ یې نیولې او د بېړۍ کېپټان یې په ناقانونه توګه د جاپان انحصاري اقتصادي سیمه کې د کب نیولو په تور بندي کړی دی.
چینايي بېړۍ چې اته تنه عمله پکې سپاره وو د جاپان په جنوب د یوکوشیما ټاپو لویدیځ ته په ۱۳۰ کیلو مترۍ کې نیول شوې.
چین وايي یو استازی یې کاګوشیما ته استولی چېرې چې د بېړۍ له کیپټان او دوه نورو کارکوونکو پوښتنې ګرویږنې شوې.
جاپان وايي کیپټان په ناقانونه توګه د مرجانونو په لټه کې وو.
په تېرو څو میاشتو کې د جاپان او چین ترمنځ د ځینو کوچنیو ټاپوګانو پر سر اړیکې لا ترینګلې شوې دي.












