چينايي چارواکي وايي نژدې نوي تنه کوچنيان ېې په بيلابيلو ايالتونو کې د قاچاق وړونکو له منګولو ژغورلي دي.
په وروستېو ورځو کې په ټول چین کې له درې نيم سوو زيات کسان په انساني قاچاق کې د لاس درلودو په تور نيول شوي دي.
چارواکي وايي اوس به هڅه کوي چې د ډي اين اى د معايناتو په وسيلې ددې کوچنيانو میندې او پلرونه پيدا کړي.












