
یوه فعال ویلي چې د اډې پرسر په جګړه کې ۱۵ یاغیان او اته پوځیان وژل شوي دي.
په سوریه کې یاغیان وايي له پلازمېنې دمشق سره نژدې یې د څرخي الوتکو د ګڼو اډو کنټرول خپل کړی دی.
پر یو ټویپ خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې یو مخالف وسله وال له یوې ویجاړې شوې څرخي الوتکې سره خوا کې ولاړ دی او نور یاغیان د مرج السلطان اډې ته ننوځي.
دا ویډیوګانې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
خو په وروستیو اوونیو کې یاغیانو د حکومت د هوايي ځواک چې د یاغیانو پرضد په جګړه کې د حکومت مهم تکتیک دی د کمزوري کولو په موخه یو شمېر هوايي اډې نیولې دي.
په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښودل کېږي چې یاغیان پر مرج السلطان هوايي اډې ډزې کوي.
یوه فعال ویلي چې د اډې پرسر په جګړه کې ۱۵ یاغیان او اته پوځیان وژل شوي دي.
دغه راز په دمشق او شاوخوا سیمو کې هم نښتې شوې، چې په پایله کې یې ۵۰ کسان وژل شوي دي.
ناتایید شوي راپورونه وايي دولتي ځواکونو له دمشق سره نژدې ګڼې سیمې په نښه کړې.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې په سوریه کې د پاڅون له پیل راهیسې ۲۰ زره کسان وژل شوي دي خو فعالان دا شمېره ډېره بولي او وايي د ۲۰۱۱ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم پرضد د پیل شوي پاڅون له پیل راهیسې ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.












