د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې ویلي، چې د بشارالاسد د نظام پر ضد د پاڅونونو له پیل راهیسې په تېرو ۲۰ میاشتو کې تر اوسه ۳۹ زره کسان وژل شوي دي.
فرانس پرېس ددغې ډلې په حواله ویلي، چې په وژل شوو کې ۲۷ زره یې او ۴۱۰ یې ولسي وګړي او نهه زره او اته سوه نور پوځيان او یو زر او ۳۵۹ هغه کسان دي، چې له پوځه جلا شوي دي.
دغه سازمان، چې اصلي مرکز یې برتانیا کې دی، له وسله والو مخالفانو سره یوځای شوي کسان هم په ولسي وګړو کې راوستي دي.












