
جارج صابره د شورا د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته غوښتنه وکړه، چې د سوري حکومت مخالفینو ته باید نورې وسلې ورکړل شي.
سوریه کې د حکومت مخالفو ډلو شورا جارج صبرا خپل مشر ټاکلی دی. ښاغلی صبرا پخوانی کمونیست او عیسوي مذهبه دی.
په قطر کې د بشار الاسد د حکومت مخالفینو له خپل منځي مذاکراتو ورسته جارج صبرا د خپل مشر په توګه وټاکه.
د سوریې د حکومت مخالفه ملي شورا د خلیجي هېوادونو او امریکا له ملاتړه برخمنه ده.
د نوموړې شورا له خوا د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته جارج صبرا وویل، چې د ده له ټاکل کېدو نه جوته شوه، چې دغه شورا په فرقه ییز سیاست باور نه لري.
یادې شورا له نورو ډلو سره هم په دې شورا کې د شمولیت په اړه خبرې اترې کړې، خو د اصولو د ټاکلو په لړ کې پرمختګ نه دی شوې.
د شنبې په ورځ به دغه مذاکرات بیا وشي.
جارج صبرا د شورا د مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته غوښتنه وکړه، چې د سوري حکومت مخالفینو ته باید نورې وسلې ورکړل شي، چې په وسیله یې د بشار الاسد حکومت نسکور شي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مسوولین وايي، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې له سوریې نه تر ۱۱ زره ډېر کسان وتلي دي.
"جارج صابره وویل، چې د ده له ټاکل کېدو نه جوته شوه، چې دغه شورا په فرقه ییز سیاست باور نه لري."
په هغه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ دې ادارې خپره کړه ویل شوي دي، چې په یوه وخت د دومره ډېرو خلکو کډه کول ثابتوي، چې په سوریه کې حالات خورا کړکېچن دي.
د ملګرو ملتو د چارواکو په وینا په ادلیب او حلب ښارونو کې له خونړیو جګړو وروسته نژدې ۹۰۰۰ کسان د ترکیې خاورې ته ننوتي او تر ۲۰۰۰ پورې کسان لبنان او اردن ته اوښتي دي.
د خیریه موسسوو کارکونکوخبرداری ورکړي، چې په سوریه کې د روغتیايي خدمتونو مرکزونه او د مېشت ځایونو د ویجاړېدو لړۍ په پراخېدو ده.
د دې ادارو په خبره تر ۲۵ لکو پورې کسان، چې نیمايي یې ماشومان دي په سوریه کې دننه بې ځایه شوي دي او سمدستي مرستو ته اړتیا لري.
له دې مخکې د سوریې خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي و، چې د دوو جګړنانو په ګډون د سوري پوځ ۲۶ افسران له خپل هېواده تښتیدلي او ترکیې ته رسېدلي دي.












