
مخالف ياغيان پر مخ تللي وسلې نه لري چې د حکومتي ځواکونو هوايي ځواک وننگوي.
د سوريې د هوايي ځواک جېټ الوتکو او پوځي چورلکو د هېواد په ډېرو برخو کې د ياغيانو پرضد گوازارونه کړي دي چې په دې کې د دمشق ځينې سيمې هم راځي.
په همدې حال کې د سوريې د هوايي ځواکونو يو جنرال اعدام شوى دى.
د سورېې د حکومت مخالف فعالين وايي د گډودۍ او وېرې صحنه وروسته ترهغه رامنځ ته شوه چې د ژغورنې مرستندويه کارکونکو د حکومت د جنگي الوتکو په بمبارۍ کې د يوې ويجاړې شوې ودانۍ له خاورو او خښتو نه د يوه کوچيني ماشوم ژوبل شوى مړى را ويست.
د مخالفو فعالينو له خوا په اخيستل شوي يوه فلم کې لږ تر لږه د ٥ کوچينيانو مړي وښودل شول چې وايي په دغه بريد کې وژل شوي دي.
دغه پېښه د ادليب په ښار کې رامنځ ته شوې چې له ستراتيژيک پلوه خورا مهم ښار گنل کېږي ځکه چې د دو لويو ښارونو لکه دمشق او حلب تر منځ لويه لار د همدې ښار په منځ کې تېرېږي چې اوس د ياغيانو تر ولکې لاندې راغلې ده.
حکومت له همدې کبله هلته سختې بمبارۍ کوي چې بيه ېې ملکي وگړي پري کوي.
د بشار الاسد د رژيم هوايي ځواک په دې وروستيو اونيو کې خورا مهم رول لوبولى او د حمص او حلب د ښارونو په گډون ېې د دمشق په ختيځ او شاوخوا سيمو کې د مخالفينو پر هدفونو هوايي بريدونه زيات کړي دي.
مخالف ياغيان پر مخ تللي وسلې نه لري چې د حکومتي ځواکونو هوايي ځواک وننگوي.
هاخوا د سورېې دولتي تلوېزیون وايي د هغه هېواد د هوايي ځواکونو يو جگپوړى جنرال د حکومت د مخالفو ياغيانو له خوا وژل شوى دى.
جنرال عبدالله محمود الخالدي پرون (اکتوبر/ ۳۰ مه) د پلازمېنې دمشق د رکن الدين په سيمه کې په گوليو ووژل شو.
د ازادې سورېې پوځ وايي د هوايي ځواکونو دغه جنرال دوى وژلى دى.
داسې باور کېږي چې عبدالله الخالدي د دمشق په شمال کې د نامالومو وسله والو په بريد کې هغه مهال ووژل شو چې د خپل دوست له کوره را ووت.
له بلې خوا د سورېې لپاره د ملگرو ملتونو او عربي هېوادونو ځانگړى استازى الأخضر الإبراهيمي په چين کې دى چې د سورېې د لانجې د غوڅولو پر سر له هغه هېواد سره د سوریې ريژيم يو تر ټولو مهم ملگرى بلل کېږي يو گډ سياسي تفاهم ته ورسېږي.












