سوريې اوربند په وروستۍ ورځ ۱۰ کسه ووژل شول

د خپريدو وخت: 21:47 گرینویچ - دوشنبه 29 اکتوبر 2012 - 08 لړم 1391

دولتي تلوېزیون ويلي دغه دوې چاودنې د ښار په سویل کې شوي او په قربانیانو کې يې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په سوريه کې دولتي رسنیو خبر ورکړی چې په پلازمېنه دمشق کې دوه موټر چاودنو لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي.

د ا چاودنې د لوی اختر په څلورمه او په سوریه کې د لنډ مهالي اوربند په وروستۍ ورځ را منځ ته کېږي.

دولتي تلوېزیون ويلي دغه دوې چاودنې د ښار په سویل کې شوي او په قربانیانو کې يې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

وړاندې په سوریه کې فعالانو ويلي وو چې دولتي جېټ الوتکو د ښار په حرستا سیمې باندې بمبارۍ کړي دي.

سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي الخضر الابراهیمي چې د لوی اختر لپاره يې د دواړو غاړو تر منځ د لنډ مهال اوربند را منځ ته کړ وايي په دې خواشینی دی چې دواړې غاړې د اوربند خیال نه ساتي.

ښاغلي الابراهیمي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره لیدنې ته مسکو ته ورغلی، خبریالانو ته وويل چې په سوریه کې حالت خراب او مخ په خرابېدو دي.

خو ښاغلي الابراهیمي ټینګار کاوه چې له دغو ښکاره ناکامیو به نهیلی نه شي.

"دا به موږ نهلي نه کړي ځکه سوریه موږ ته مهمه ده او سوریايي خلک زموږ مرستې ته اړتیا لري. موږ فکر کوو چې دا کورنۍ جګړه باید ختمه شي او نوې سوریه باید بېرته خپل زامن اباده کړي".

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وويل په لوېدیځ او منځني ختیځ کې د سوريې د حکومت مخالفو جنګیالیو ملاتړي باید په دې پوه شي چې د سوريې له حکومت سره له خبرو اترو پرته کومې پایلې نه شي لاسته راتلی.

په سوريې د بشري حقونو د څار برتانیا مېشتې ټولنې په وینا د شنبې په ورځ (اکتوبر/۲۷) لږ تر لږه ۱۱۰ کسان وژل شوي دي چې ۳۹ يې ولسي وګړي، ۳۴ يې حکومت مخالف جنګیالي او ۳۵ يې حکومتي پوځيان وو.

دولتي رسنیو رپوټ ورکړ چې یوې ترهګرې ډلې په عیسوۍ مېشتې سیمې کې په یوې نانوايۍ کې موټر و چاوداوه.

یوه دولتي چارواکي د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي چې چاودنې ۱۴ کسان ټپیان کړل او ډېره سخته ویجاړي يې هم پېښه کړې ده.

د حکومت مخالفو او بشري حقونو د فعالانو په وینا له هغه راهیسې چې د تېر کال د مارچ میاشت کې د ولسمشر اسد د رژیم پر ضد خلک را پاڅېدل په سوریه کې ۳۵۰۰۰ کسان وژل شوي خو ملګري ملتونه بیا دا شمېره ۲۰۰۰۰ ښيي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>