
د سوریې او ترکيې تر منځ اړیکې، په زور د سوريې الوتکې له کوزولو وړاندې لا مخ په خرابېدو وې.
ترکیې پر خپل حریم د سوري الوتکو پر الوتنې بندیز ولګاوه.
ترکیه دا پړېکړه تر هغې وروسته کوي چې د شنبې په ورځ (اکتوبر/۱۳) سوريې اعلان وکړ چې له دې وروسته به د هغه هېواد په هوايي حریم کې د ترکيې مساپر وړونکې الوتکې د پرواز اجازه و نه لري.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي وويل: له دې وروسته به د سوريې مساپر وړونکې او پوځي الوتکې د ترکيې په هوا کې د پرواز اجازه و نه لري.
پر ترکي الوتکو د الوتنې بندیز سوريې له هغه څو ورځې وروسته اعلان کړ چې ترکيې د هغه هېواد یوه مساپر وړونکې الوتکه ناستې ته مجبوره کړه.
د ترکيې چارواکو په هغه الوتکه کې د "جنګي وسلو" د شتون ادعا وکړه او ويل يې چې د سوريې دفاع وزارت ته لېږدول کېدې، هغه ادعا چې دمشق يې په کلکه ردوي.
خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیر بیا په هغه الوتکه کې د خپلو هېوادوالو د شتون د پخلي سر بېره وويل چې په هغه الوتکه کې هیڅ داسې څه نه و چې سوریې يې ادعا کړې.
د سوریې او ترکيې تر منځ اړیکې، په زور د سوريې الوتکې له کوزولو وړاندې لا مخ په خرابېدو وې.
تر هغه وړاندې د ماشومانو په ګډون پنځه ترکي وګړي د هاوان په هغه پېښه کې ووژل شول چې له سوريې توغول شوی و.
د هاوان هغې پېښې ترکي چارواکې غصه کړل او هماغه و چې ترکيې هم په سوریه کې دننه هدفونه وويشتل.
د دې تر څنګ د دواړو ګاونډیو تر منځ د اړيکو خرابېدو ته په کتو ترکيې له سوريې سره پر خپله پوله سرتېري هم ځای پر ځای کړل.
د ترکيې دولت په سوريه کې، په روان تاوتریخوالي کې د حکومت مخالفو ملاتړ کړی او د ولسمشر بشرالاسد د ګوښه کېدو غوښتنه يې کړې ده.
د سوريې د ولسمشر اسد حکومت ترکیه، سعودي او قطر د حکومت مخالفو جنګیالیو سره په پوځي مرستې تورنوي.












