روسیې د سوري الوتکې په زوره کوزول خطرناک بللي

د خپريدو وخت: 14:40 گرینویچ - پنجشنبه 11 اکتوبر 2012 - 20 تله 1391

ترکیه وايي دوی ته داسې استخباراتي معلومات رسېدلي وو چې دې الوتکې سوریې ته وسلې لیږدولې

ترکي رسنۍ وايي د سوريې اېربس الوتکه چې ر روسې نه سورې ته روانه وه هغه وخت ترکي جنګي الوتکو کشف کړه چې د دغه هېواد هوايي حریم ته ورننوتله.

الوتکه اړ ایستل شوه چې د پلازمېنې انقرې هوايي ډګر ته ورکوزه شي.

په کې سپرې ۳۵ سپرلۍ یې ورڅخه را کښته کړل شوې او ترکي چارواکو د الوتکې لټول پیل کړل. له تلاشۍ وروسته الوتکه بېرته پرېښودل شوه.

ریپوټونه وايي د تلاشي په بهیر کې پوځي مخابراتي وسایل وموندل شول او ضبط شول.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو وویل ښايي دغې الوتکې غیر ملکي بار لېږدوو. مانا دا چې په ديپلوماتیکه ژبه یې وویل چې وسلې یې لېږدولې.

روسیې په ترکیه کې د مساپر وړونکې الوتکې کېناستل خطرناک بللي او د سوریې حکومت له ترکیې نه د بریښنا پېر درولی دی.

د پنجشنبې په ورځ ( اکتوبر۱۱مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې د ترکیې دا ګام چې د سورېي الوتکه کوزولو ته اړه کړي خطرناک بللی او په ځانګړې توګه هغه یې د الوتکې د مساپرو لپاره چې روسان دي له خطره ډک بللی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې الوتکه کې ۱۷ روسانو الوتنه کوله او ترکي چارواکو د روسیې سفارت استازو ته له هغو سره د لیدو اجازه نه ده ورکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر احمد داود اوغلو وویل ښايي دغې الوتکې غیر ملکي بار لېږدوو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دوی ته داسې استخباراتي معلومات رسېدلي وو چې دې الوتکې سوریې ته وسلې لیږدولې او الوتکه یې ځکه کوزه کړې چې هغه رژیم ته یې وسلې رسولې چې ٬٬ ولسي او بې ګناه وګړي وژني.

هغه وویل ترکیې هوډ کړی چې له خپل هوايي حریم څخه به د سوریې حکومت ته د هر ډول وسلو د تېرېدلو مخه نیسي. دغه پېښه به د ترکیې او سوریې تر منځ کړکېچ لا ډېر کړي. تېره اوونۍ پنځه ولسي ترکان له سوریې سره پولې ته نژدې په خپل کور کې د هاوان په یوه ګولۍ چې له سورېې څخه وار شوې وه ووژل شول.

له هغه راهیسې ترکي پوځ ځو ځله د سوریې پر خاوره د توپچې ډزې کړې دي. پرون د ترکیې د پوځ مشر قوماندان سوریې ته ګواښنه وکړه چې که له پولې پورې ډزې ونه دروي، انقره به یې په لا ډېر زور ځواب ورکړي.

په همدې ترڅ کې ترکي چارواکو د سوریې فضا نا خوندي اعلان کړې او ترکي الوتکې د هغه هېواد د پاسه تېرېدلو ته نه پرېږدي. زموږ خبریال جیمز رینولد چې د ترکیې په جنوب کې دی وايي انقره په څرګنده غواړي خپل ولس او سوريې ته وښيي چې د سوريې له لوري ورپېښ ګواښ خورا ډېر جدي ګڼي.

د ترکيې حکومت ښايي اندېښنه ولري چې سوريې ته ورتلونکې وسلې به یې بېرته پر خاوره ور وار شي.

په همدې ترڅ کې متحده ایالتو دا ریپوټونه تاييد کړي چې په اردن کې ىې خپل یو ځانګړی ځواک خای پرځای کړی دی.

ویل کیږي چې دغه ځواک به د سوريې د کیمیاوي او بیالوژیکي وسلو خوندیتوب څاري او ترڅنګ يې د مرستې رسولو له هڅو سره هم مرسته کوي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>