
د ترکیې پر خاوره د سوریې له خوا د هاوان له برید وروسته د ترکیې هوايي ځواک په سوریه کې بمبارې کړې
د ملگرو ملتو امنيت شورا د سوريې له خوا د ترکيې پر یوه کلي (آقچه قلعه) د سوریې له خوا دهاوان بريد په خورا کلکو ټکو وغانده.
شورا غوښتنه وکړه چې له نړيوالو قوانينو دغه ډول سرغړونې دې سملاسي پای ته ورسول شي. د امنیت شورا د سوريې له حکومته وغوښتل چې د خپلو گاونډيانو خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته بشپړ درناوى وکړي.
د پرېکړې د مخکنۍ مسودې مخه چې د هاوان دغه بريد يې نړيوالې سولې او امنيت ته گواښ بللى و، د روسيې له خوا ونيول شوه. ناټو اتحادیې هم په دې اړه په یوه بېړنۍ غونډه کې له سوریې وغوښتل، چې باید د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.
د ناټو سفیرانو د ترکیې په غوښتنه به برسلز کې غونډه وکړه چې پر رامنځته شوي کړکیچ خبرې وکړي. هغوی سوریه د هاوان پر برید ګرمه وګڼله او دا یې له نړیوالو قوانینو څخه څرګند سرغړاوی وباله. سفیرانو د ترکیې پر ضد چې د ناټو یو غړی هېواد دی، د دغه ډول تېریو سملاسي بندېدل وغوښتل.
"د ترکیې حکومتي چارواکي وايي د دغه هېواد حکومت نه غواړي د جګړې اعلان وکړي."
بل لور ته د ترکیې پارلمان په یوه ځانګړې غونډه کې پوځ ته د سوریې په خاوره کې دننه د عملیاتو کولو اجازه ورکړه. د دغه هېواد پارلمان هغه قرارداد تصویب کړ، چې که د دغه هېواد حکومت وغواړي، نو کولی شي، د پوځي عملیاتو لپاره ترک پوځ د سوریې خاورې ته ولېږي.
د ترکیې پر خاوره د سوریې له خوا د هاوان له برید وروسته د ترکیې هوايي ځواک په سوریه کې بمبارې کړې، چې ویل کیږي د سوریې پوځ ته په کې مرګ ژوبله اوښتې. د ترکیې پارلمان دغه قرارداد د ۱۲۹ مخالفو رایو په بدل کې په ۳۲۰ رایو تصویب کړ.
د دغه قرارداد له مخې د ترکیې حکومت تر یوه کاله پورې کولی شي، سوریې ته پوځ ولیږي او یا هم په سوریې کې په ټاکل شویو هدفونو بمباري وکړي. بل لور ته د ترکیې حکومتي چارواکي وايي د دغه هېواد حکومت نه غواړي د جګړې اعلان وکړي.
د ترکیې لومړي وزیر ویلي، چې هېواد به يي له نورو نړیوالو ادارو سره په ګډه کار وکړي. د ترکیې توپچي قطعاتو په سوریه کې د جګړې له پیلېدا راهیسې په لومړي ځل پر هغه هېواد ډزې کړې دي.












