ترکي پارلمان سوريه کې د بريد اجازه ورکړه

د خپريدو وخت: 09:14 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

له سوریې سره د ترکیې پر پوله دا ورستۍ پېښې د دوړاو هېوادو تر منځ کړکېچ یوې نوې کچې ته ورساوه.

د ترکیې پارلمان په یوه ځانګړې غونډه کې پوځ ته د سوریې په خاوره کې دننه د عملیاتو کولو اجازه ورکړه.

د دغه هېواد پارلمان هغه قرارداد تصویب کړ، چې که د دغه هېواد حکومت وغواړي، نو کولی شي، د پوځي عملیاتو لپاره ترک پوځ د سوریې خاورې ته ولېږي.

د ترکیې پارلمان دغه پرېکړه په ترکیه کې د هاوان د یوې مرمۍ له لګېدو وروسته په یوه ځانګړې غونډه کې وکړه.

له دې پېښې وروسته د ترکیې هوايي ځواک په سوریه کې بمبارې کړې، چې ویل کیږي د سوریې پوځ ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

له دې پېښې وروسته ناټو په یوه بېړنۍ غونډه کې له سوریې وغوښتل، چې باید د نړیوالو قوانینو درناوی وکړي.

د ترکیې پارلمان دغه قرارداد د ۱۲۹ مخالفو رایو په بدل کې په ۳۲۰ رایو تصویب کړ.

د دغه قرارداد له مخې د ترکیې حکومت تر یوه کاله پورې کولی شي، سوریې ته پوځ ولیږي او یا هم په سوریې کې په ټاکل شویو هدفونو بمباري وکړي.

بل لور ته د ترکیې حکومتي چارواکي وايي د دغه هېواد حکومت نه غواړي د جګړې اعلان وکړي.

د ترکیې لومړي وزیر ویلي، چې هېواد به يي له نورو نړیوالو ادارو سره په ګډه کار وکړي.

د ترکیې توپچي قطعاتو په سوریه کې د جګړې له پیلېدا راهیسې په لومړي ځل پر هغه هېواد ډزې کړې دي.

دا ډزې له هغه وروسته شوي چې دننه له سوريې څخه د وار شوي هاوان یوه ګولۍ د ترکیې په یوه سرحدي سیمه ولګېده او پنځه ترکان یې ووژل چې یوه مور او د هغې درې کوچنیان هم په کې وو.

لا روښانه نه ده چې ترکي توپچي یې په ځواب کې څه شی په نښه کړي.

سوریه وايي د هاوان د لګېدو پېښه پلټي او په ترکیه کې وژل شویو کورنیو ته یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

په همدې ترڅ کې د ناټو سفیرانو د ترکیې په غوښتنه به برسلز کې غونډه وکړه چې پر رامنځته شوي کړکیچ خبرې وکړي.

هغوی سوریه د هاوان پر برید ګرمه وګڼله او دا یې له نړیوالو قوانینو څخه څرګند سرغړاوی وګاڼه.

سفیرانو د ترکیې پر ضد چې د ناټو یو غړی هېواد دی، د دغه ډول تېریو سملاسي بندېدل وغوښتل.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر وویل په ملګرو ملتو او ناټو کې د متحده ایالتو د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند پر ترکیې باندې له سوريې څخه د هاوان برید یو ناولی کار وباله.

د هاوان ګولۍ په ترکیې کې وروسته له هغه ولګېده چې په خپله د سوریې په حلب ښار کې یوه دولتي ودانۍ په لویو موټر بمونو ویجاړه شوه.

په دې چاودنو کې له ۳۰ ډېر کسان ووژل شول.

له سوریې سره د ترکیې پر پوله دا ورستۍ پېښې د دوړاو هېوادو تر منځ کړکېچ یوې نوې کچې ته ورساوه.

دا لومړی ځل دی چې د سوريې له اړخه په ډزو کې ترکان وژل کیږي او دا لومړی ځل دی چې ترکیې یې پر سوریې باندې په ډزو ځواب ورکړئ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>