
چارواکي وايي چاودنې د ښار په منځنۍ برخه کې د پوځیانو یوه کلب او یوه هوټل ته څېرمه شوې دي.
په سوریه کې چارواکي وايي د دې هېواد په دویم لوی ښار حلب کې درې بمي چاودنې شوې، چې په کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او نژدې ۹۰ تنه ژوبل دي.
چارواکي وايي چاودنې د ښار په منځنۍ برخه کې د پوځیانو یوه کلب او یوه هوټل ته څېرمه شوې دي.
په سوریه کې د یوه حکومت پلوي ټیلویزیون الخیریه په رپوټ کې لیدل شوي، چې د بمي چاودنو له امله د ویجاړو شویو ودانیو له خاورو خځلو نه مړي را اېستل کیږي.
د چاودنو له امله په سړک کې یوه ژوره کنده جوړه شوې دي.
په دې ښار کې دولتي ځواکونه له څو اوونیو راهیسې د یاغیانو پر ضد عملیاتو بوخت دي.
یاغي جنګیالو تېره اوونۍ د ښار په نورو برخو د ولکې لپاره فعالیت پیل کړی و.
دوه ورځې مخکې په سوریه کې تر ټولو خونړۍ نښتې د حلب په ښار او شاوخوا سیمو کې وشوې.
خونړۍ چاودنې
- ۲۰۱۱ دسمبر، دمشق: موټربم چاودنې د ملي امنیت ودانۍ بهر ۴۴ کسان ووژل
- ۲۰۱۲ جنوري، دمشق: چاودنې لږترلږه ۲۵ کسان ووژل.
- ۲۰۱۲ فبروري، حلب: پر امنیتي ودانیو غبرګو ځانمرګو بریدونو ۲۸ ووژل
- ۲۰۱۲ مارچ، دمشق: چاودنو ۲۷ کسان ووژل
- ۲۰۱۲ مې، دمشق: دوو موټربم چاودنو ۵۵ کسان ووژل
- ۲۰۱۲ جولای، دمشق: چاودنو ۴ جګپوړي امنیتي افسران ووژل
- ۲۰۱۲ اکتوبر، حلب: درو چاودنو ۴۰ کسان ووژل
- سرچینه: چارواکي او رسنۍ
په انګلستان کې فعالیت کوونکې سوري ډلې (سیرین ابزروریټي فار هیومن رایټس) د مسوولینو په وینا د دوشنبې په ورځ د سوریې په مرکزې برخه کې له حمص ښار نه پلیمراته په تلونکي پوځي کتار د یاغیانو په برید کې ۱۸ پوځیان او د هېواد په شمال لوېدېځ تلفن سیمه کې د سوریې د هوايي ځواک په برید کې ۳۰ تنه وژل شوي دي.
له دې مخکې د سوریې حکومت ویلي و، چې د امریکا په شمول هغه پنځه هېوادونه چې د سوریې د حکومت د مخالفینو ملا تړ کوي، د دوی په خبره د ترهګرو د ملا تړ په معانا ده.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم دغه خبره د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال وکړه.
نوموړي په خپلو خبرو کې په امریکا، فرانسې، ترکیې، سعودي عربستان او قطر له همدې امله سختې نیوکې وکړې.
د المعلم په خبره د سوریې له ولسمشر بشار الاسد نه د واک پرېښودو غوښتنه کول د سوریې په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.












