د سوريې په تر ټولو لوی ښار حلب کې پر داسې مهال جګړه سخته شوې چې ياغيانو د ولسمشر اسد د رژيم پر خلاف په دغه ښار خپل يرغل ته دوام ورکړی دی.
د دواړو غاړو له لوري ورکړل شوي راپورونه وايي چې د ښار په يو شمېر برخو کې نښتې شوي دي.
د بي بي سي يو خبريال وايي حکومتي مخالفي وسله وال د وسلو او جنګياليو له کمبود سره مخامخ دي.
حکومتي ځواکونه درنې وسلې، ټانکونه او جنګي الوتکې کاروي.
بل خوا د امريکا متحد ايالاتو د سوريې لپاره د نورو ۴۵ ميليونه ډالره مرستې ژمنه کړې ده.
د دغې پيسو ۳۰ ميليونه ډالره به يې په بشري برخو کې ولګېږي او پاتې ۱۵ ميليونه به يې د سوريې ملکي مخالفينو ته ورکړل شي.












