
د سوریې د حکومت یوه مخالف مشر د جمعې په ورځ پردغه ښارد برید اعلان کړی و.
د سوریې له حلب ښار نه په را رسېدلو رپوټونو کې ویل شوي، چې حکومتي ځواکونو خپلو مخالفانو ته دروند زیان اړولی.
د سوریې د حکومت یوه مخالف مشر د جمعې په ورځ پردغه ښارد برید اعلان کړی و.
د دواړو لوریو تر منځ د حلب په ځینو برخو کې جګړه روانه ده، خو د سوریې دولتي رسنۍ وايي په ځوابي برید کې د حکومت مخالفینو ته دروند زیان اوښتی.
"د جګړې غږونه نه دي بند شوي، هرڅوک ډارشوی دی او ما له دې مخکې دغه ډول غږونه نه وو اورېدلي."
د حلب اوسېدونکې زیاد
د سوریې د دولتي ټیلویزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي، چې د (ترهګرو) لس پټنځایونه په نښه شوي دي، چې په کې هغوی ته دروند زیان اوښتی.
د حلب ښار اوسېدونکو اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، چې دوی په ښار کې لومړی ځل په دومره پراخه کچه تشدد لیدلی.
د زیاد نومي یوه سړي په خبره" د جګړې غږونه نه دي بند شوي، هرڅوک ډارشوی دی او ما له دې مخکې دغه ډول غږونه نه وو اورېدلي."
د یاغیانو د یوه تن پلوي ابو فرات په خبره یاغیان ځکه په شا وتمبېدل، چې ټوپک ورسره لږ وو. د ده په خبره" په کوڅو کې د چریکې جګړې ګټولو لپاره باید سړی بمونه ولري، چې موږ يي نه لرو."
په بېروت کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي له حالاتو نه داسې ښکاري، چې د لوی بریالیتوب تر لاسه کولو لپاره د سوریې د حکومت له مخالفانو سره د وسلې او جنګیالو کمی دی.
خبریالان وايي برعکس حکومتي ځواکونو له دغه حالت نه په ګټه اخېستو د ټانکونو په څېر له درنې وسلې سره سره له هوايي ځواک نه هم کار اخلي.












