
د سوري یاغیانو یوې ډلې ویلی، چې د بمبارۍ پر مهال خلک په پټرول پمپ کې د تېلو تر لاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ وو.
په سوریه کې حکومت مخالف فعالان وايي د دغه هېواد جنګي الوتکو د هېواد په شمال ختیځ کې پر یوه پټرول پمپ بمونه غورځولي چې په کې لږ تر لږه دېرش تنه وژل شوي دي.
د سوري یاغیانو یوې ډلې ویلی، چې د بمبارۍ پر مهال خلک په پټرول پمپ کې د تیلو تر لاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ وو.
په غیر تاييد شويو تصویرونو کې چې پر انټرنیټ خپاره شوي، یو شمېر ګاډي لیدل کیږي چې سوځېدلي دي. دیاغیانو د یوې ډلې په خبره د دې پېښې ۷۰ تنه ټپیان ځايي روغتون ته وړل شوي دي.
په سوریه کې د بشري حقونو لپاره یوه کارکونکي اې ایف پې خبري اژانس ته ویلي چې د برید پرمهال په پټرول پمپ کې ډېره ګڼه ګوڼه وه.
د سوریې حکومت مخالفان وايي له الوتکې نه چاودېدونکي مواد په پټرول پمپ وغورځول شول، چې د چاودلو له امله یې ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې ده چې سوریې ته بهرني خبریالان نه پرېښودل کیږي او له همدې امله په دغه ډول پېښو کې د مرګ ژوبلې تایید کول اکثر مهال ستونزمن وي.
له دې مخکې د سوریې د حکومت یو هیلکوپتر غورځېدلی و.
په پیل کې ویل شوي و، چې سیرین ابزروریټې ډله د مشق ته څېرمه د یوه هیلیکوپتر د را غورځولو ادعا کوي خو خپلواکو سرچېنو دغه خبر تایید نه کړ.
د سوریې حکومت د خپلو مخالفانو د تحریک ځپلو لپاره چې یو کال مخکې پیل شوی و، په جګړه کې د الوتکو او هیلیکوپترونو کارونه ډېره کړې ده.
په سوریه کې د پنج شنبې په ورځ له پلازمېنې دمشق او شمالي ښار حلب نه د سختو جګړو رپوټونه تر لاسه شوي دي.
د سوریې د دولتي ټیلویزیون په یوه رپوټ کې ویل شوي چې حکومتي ځواکونو سل تنه ترهګر وژلي دي.












