راپورونه وايي د سوريې په پلازمېنه دمشق کې د پوځي مرکز يوې ودانۍ ته څېرمه چاودنه شوې ده.
د سوريې حکومت تلويزيون اورپکي پر دغه چاودنه ګرم بللي، چې له امله يې څلور کسه ټپيان شوي دي.
د تلويزيون راپور وايي دغه چاودنه د دوو بمونو د الوځولو له امله رامنځته شوې ده.












