سوريه وايي د مخالفينو "لوى" بريد يې پر شا تمبولى

د خپريدو وخت: 11:49 گرینویچ - شنبه‬ 01 سپتمبر 2012 - 11 وږی 1391

جگړې په حلب، د دمشق په څنډو او د هېواد په نورو برخو کې روانې دي.

سوريه وايي د حلب په شمالي ښار کې يې پر هوايي پوهنتون د مخالفينو لوى بريد پر شا تمبولى دى.

دا د سوريې د هغو هوايي اډو په ډله کې راځي چې مخالفينو پرې د رژيم د هوايي برلاسۍ د مخنيوي په موخه بريدونه کړي دي.

جگړې په حلب، د دمشق په څنډو او د هېواد په نورو برخو کې روانې دي او مخالفين وايي چې د جمعې په ورځ (اګست/۳۱ )په کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.

نړيوالو ډېپلماتيکو هڅو چې وروستۍ يې په تهران کې د ناپېيلو هېوادو په سرمشريزه کې وشوه، د دغه تاوتريخوالي د پای ته رسېدو هیلې و نه ټوکولې.

د سوريې دولتي ټلوېزيون د چورلکو د غږونو په منځ منځ کې، خپل خبري بولټن حلب ته څېرمه، د رسم العبود له هوايي پوهنتون نه وړاندې کوي چې د هغه په وينا د ياغي ځواکونو له سخت بريد سره مخامخ شوى و.

پر ټلوېزيون د څو موټرو تصويرونه وښودل شول چې پر سر يې ماشينگڼې او نور وسايل لگېدلې وو او د هغه په وينا د ياغيانو د بريد د تمېدو پر مهال نيول شوي دي.

دا په هغو گڼو هوايي اډو کې يوه ده چې ياغيانو پرې بريدونه کړي دي.

بريدونه د دې لپاره کېږي چې د رژيم له خوا د خپلو ځمکنيو ځواکونو د ملاتړ لپاره په پراخېدونکي او منظم ډول د چورلکو او جنگي الوتکو د کارېدنې وړتيا کمزورې کړي.

دولتي ټلوېزيون د هېواد په گڼو نورو سيمو کې هم پر هغه چا چې "وسله والې ترهگرې ډلې" بلل شوي، د يو لړ بريو خبرونه ورکړل.

خو بيا هم داسې نه برېښي چې د هېواد پر ستر ښار حلب - يا د پلازمېنې- دمشق د شاخوا پر پاڅېدلو سيمو د ولکې بيا ټينگېدو ته ورنژدې شوى وي.

پر داسې مهال چې دننه په سوريه کې ورځنۍ نښتې او مرگونه روان دي، صدراعظم- چې سلف يې مخالفينو ته ور اوښتى و، د ناپېيلو هېوادو په سرمشريزه کې د گډون لپاره تهران ته يعنې هغې غونډې ته ورغلى چې په عادي حالت کې بايد په خپله ولسمشر بشارالاسد په کې گډون کړى واى.

صدراعظم وائل نادر الحلقي ته د ايران له مذهبي مشر آيت الله خامنه يي سره د کتنې وخت ورکړ شو او هم يې ولسمشر محمود احمدي نژاد وکوت.

دواړو ورته د هغه څه په مخنيوي کې د ايران د پرله پسې ننگې ژمنه ورکړه چې دواړه لوري يې له اسراييلو سره د مقاومت له امله د سوريې د کمزورتيا لپاره د امريکا او اسراييلو له خوا سمبال شوې هڅې بولي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>