
ابراهیمي د بشارالاسد د نظام کې بدلون یوه لویه اړتیا وبلله.
په داسې حال کې چې د سوریې په حلب، ادلب او درعا کې سختې نښتې روانې دي، د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې استازي اخضر ابراهیمي پر ښکېلو غاړو غږ د جګړې درولو غږی کړی دی.
ابراهیمي په جګړه کې ډېر مسؤولیت د حکومتي پرغاړه بللی دی.
نوموړي له العربیه تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي چې د سوریې حل یو نوی سیاسي چوکاټ غواړي، چې په وینا یې لاهم سوریې ته د نړیوالو ځواکونو د لېږلو لپاره وخت شته.
پر همدې مهال د ټلوالې د راپورونو له مخې د تېرې شنبې په ورځ په سوریه کې د حکومتي ځواکونو په ډزو لږترلږه ۱۵۶ کسان وژل شوي دي.
"بدلون ضروري دی "
ابراهیمي د بشارالاسد د نظام کې بدلون یوه لویه اړتیا وبلله، او زیاتوي چې د سوري ولس روا غوښتنې باید ومنل شي:
" سوري حکومت تر موږ ټولو ښه پوهېږي چې ولس له کوم ډول کړاوونو سره مخامخ دی ".
ابراهیمي، په نیویارک کې د خبرو پر مهال د اوربند غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه د هغو موانعو د لیرې کولو هڅه به وکړي، چې سلف یې کوفي عنان د سولې په بهیر کې ورسره لاس او ګرېوان وو.
"سادګي "
"هغه کسان چې له دمشق او نورو سیمو د ځواکونو وتلو ته لېواله دي، یا خو ډېر ساده کسان دي، او یا هم دا هسې ملنډې وهل دي."
سیرګي لاوروف
بل خوا، د تېرې شنبې په ورځ روسیې ویلي وو، دا به ډېره سادګي وي چې نړیوال قوتونه له ولسمشر بشارالاسد د ښار له لویو ښارونو د خپلو ځواکونو د ایستلو تمه ولري، همدارنګه مخالفین هم دې کار ته غاړه نه ږدي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف وویل، دا کار له سوري نظام څخه د غاړې اېښودو په مانا دی، چې په وینا یې لوېديح او عربي هېوادونه ددا ډول غوښتنې کولو حق نه لري.
لاوروف په مسکو کې د نړیوالو اړیکو د حکومتي انستتیوت په یوه ناسته کې وویل "کله چې زموږ ملګري وايي، د سوریې حکومت باید جګړه بس او خپل ځواکونه او سولې له ښارونو وباسي، او له مخالفینو هم دا غوښتنه ولري، نو دا هېڅ نه عملي کېدونکی پلان دی."
دی زیاتوي: "هغه کسان چې له دمشق او نورو سیمو د ځواکونو وتلو ته لېواله دي، یا خو ډېر ساده کسان دي، او یا هم دا هسې ملنډې وهل دي."












