د سوريې ولسمشر بشار الاسد هغه وړانديز رد کړی چې د جګړې له وېرې تښتېدونکو کسانو ته دې د سوريې دننه د سر پناه خوندي ځای برابر شي.
ښاغلي اسد له يوه حکومت پلوي تلويزيوني چېنل سره په مرکه کې وويل د دا ډول يوه خوندي ځای جوړول چې ترکيې او لويديځو هېوادو يې وړانديز کړی يو خوب دی.
ولسمشر اسد دغه کسان چې لويديځ ورته د خوندي سرپناه سيمه غواړي، د سوريې دښمنان بولي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري unhcr وايي هره و رځ شاوخوا ۵۰۰۰ کډوال د ترکيې پر پوله اوړي.
د ترکيې پولو ته رسېدلو نویو کډوالو وويل ډېرو نورو هم د خپل هېواد د پرېښودو تکل درلود.:












