
المعلم وویل چې سوریه لاهم د څه باندې یوه کلن تاوتریخوالي او جګړو لپاره "پر سیاسي حل باوري یم".
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې پر امریکا، فرانسې، قطر، سعودي عربستان او ترکیې د سوري یاغیانو د ملاتړ تور پورې کړ.
ولیدالمعلم وویل، چې دغه هېوادونه یاغیانو ته وسلې او پیسې ورکوي او ان بهرني اورپکي هم ورلېږي.
المعلم ټینګار وکړ چې د بشارالاسد د لیرې کېدو لپاره بهرني فشارونه "د سوریې په کورنیو چارو کې بربنډه لاسوهنه ده" او دا د سوري ولس" د ځمکنۍ بشپړتیا" لپاره ګواښ دی.
دغه سوري چارواکي د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر وروستۍ ورځ، چې ۱۹۳ غړو په کې ګډون کړی و، وویل چې "په امنیت شورا کې هغه دایمي غړي، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې چیغه پورته کړې ده، اوس پخپله زما په هېواد کې د ترهګرو ملا تړي.
هغه وویل، چې یاد شوي هېوادونه د ملګرو ملتونو پرېکړو او تګلارې ته پام نه کوي.
وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون له المعلم سره وکتل او په "سختو ټکو" یې سوریه کې روانه جګړه، ویجاړي او د بشري حقونو سرغړونې وغندلې.
هغه وویل چې پر ولسي خلکو د حکومتي ځواکونو بمبارۍ هېڅ د منلو نه دي.

ولیدالمعلم امریکا او ملاتړي یې د سوري یاغیانو په مالي ملاتړ او د وسلو په ورکولو تورن کړل.
د بان کي مون ویاند وايي چې هغه "ټینګار وکړ چې د سوریې ولس هره ورځ مري، او له سوري حکومته یې پر خپل ولس د زړه سوي غوښتنه وکړه."
دپلوماتیک حل
المعلم وویل چې سوریه لاهم د څه باندې یوه کلن تاوتریخوالي او جګړو لپاره "پر سیاسي حل باوري یم".
ده وویل: "موږ لاهم پر سیاسي حل باور لرو، چې له دې کړکېچه راووځو، او سوریه کې د ننه او بهر کې ټولو ښکېلو سیاسي ډلو او کسانو ته وایم چې د خپل هېواد په ملي کچه خبرې وکړي."












