
په رپوټ کې ویل شوي له تنظیم سره په خبرو کې هر ماشوم لږ تر لږه د یو خپل خپلوان د وژل کیدو یادونه کړې
د ماشومانو د خیر ښېګڼې لپاره د کارکونکې برتانوې ادارې (سیو د چلډرن) مسوولین وايي په سوریه کې ماشومان تښتول کیږي، وهل ډبول کیږي او بندیان کیږي او د ملګرو ملتو اداره باید دغه ظلمونه په سمه توګه ثبت کړي.
د سوریې له کډوالو ماشومانو سره له لیدو کتو وروسته د یادې ادارې مسوولینو له ملګرو ملتو غوښتي، چې باید په سوریه کې خپل شتون زیات کړي.
په رپوټ کې ویل شوي له دې ادارې سره په خبرو کې هر ماشوم لږ تر لږه د یو خپل خپلوان وژل کیدل لیدلي دي.
دغه رپوټ د ملګرو ملتو د امنیت شورا په کلنۍ غونډه کې وړاندې شوی دی. سیو د چلډرن د تېرو اتلسو میاشتو د جګړې په بهیر کې په سوریه کې له ماشومانو سره د زورزیاتي یو شمېر رپوټونه ثبت کړي دي.
یاد سازمان د سوریې په دیرالزور سیمه کې د ماشومانو د بندي کېدو او پرې د تشدد کېدو د رپوټونو له خپرېدو وروسته دغه ګام پورته کړ.
یوه پنځلس کلن هلک له سازمان سره د خبرو پر مهال وویل، چې دی د خپل ښوونځي په ودانۍ کې بندي کړل شوی و او تن يي په سګریټونو وداغل شو.
یوه بل هلک وویل، چې ده ته د برېښنا شاټونه ورکړل شول او په هغه کوټه کې ساتل کېده، چې مړي په کې ایښي وو.
یوه دریم زلمي وویل، چې د ده مخې ته یو شپږ کلن هلک وږی ساتل کېده او وهل ډبول کېده، چې وروسته بیا هغه هلک مړ شو.
د زلمي په خبره هغه هلک درې ورځې ژوندی و او وروسته يي زما مخې ته ساه ورکړه.
(( دوی یی له جسد سره داسې سلوک وکړ لکه هغه چې دیوه سپي وي))
سیو د چلډرن په خپل رپوټ کې وايي دغه ډول پېښې په تکرار سره او پرله پسې کیږي. د سازمان ویندویه کیټ کارټر وايي چې دوی په لس کلنو ماشومانو د تشدد په اړه اورېدلي دي او اته کلنو ماشومانو هم له پاتې شونو څخه د جسدونو را اېستلو ته اړ شوي دي.
"له ما سره په سوریه کې د سولې او ټیکاو راوستو لپاره بشپړ پلان نه شته."
اخضر ابراهیمي
د ملګرو ملتوپه خبره د ۲۰۱۱ کال له مارچ میاشتې راهیسې چې حکومت ضد مظاهرې پیل شوې تر اوسه پورې له ۲۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي.
خو بل لور د سوریې د حکومت مخالفان بیا دغه شمېر تر دېرش زره کسانو هم زیات بولي.
په همدې حال کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتو او عرب لیګ استازی اخضر ابراهیمي وايي، چې د سوریې وضعیت ډېر خراب دی او ورځ تر بلې په خرابېدو دی.
د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا ته په دې اړه له توضیحاتو ورکولو وروسته ښاغلي ابراهیمي وویل، ډېر ژر به سوریې ته ستون شي.
خو نوموړي ومنله، چې له ده سره په سوریه کې د سولې او ټیکاو راوستو لپاره بشپړ پلان نه شته.

یوه پنځلس کلن هلک له سازمان سره د خبرو پر مهال وویل، چې دی د خپل ښوونځي په ودانۍ کې بندي کړل شوی و او تن يي په سګریټونو وداغل شو.
که څه هم د سوریې مساله د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غونډې په اجنډا کې ځای نه لري، خو تمه کیږي، چې دغه مساله به په اکثر بحثونو کې وڅېړل شي.
د دوشنبې په ورځ د اړیکو ځايي کمیټۍ نومي یو حکومت ضد سازمان اعلان وکړ، چې په نښتو کې لږ تر لږه څلروېشت کسان وژل شوی دی، چې له جملې نه پنځلس تنه په حلب کې وژل شوي دي.
د دغه سازمان د مسوولینو په خبره په مادي کې حکومتي الوتکو په دوو ودانیو بمونه غورځولي، چې له امله يي تر اوسه پورې لږ تر لږه اته جسدونه له خاورو خځلو را اېستل شوي دي.
له دې سره سره د ښار له نورو برخو هم د نښتو رپوټونه تر لاسه شوي دي.












