د ترکیې توپچي قطعو وروسته له هغه پر سوریې د توپونو ګوزارونه وکړل چې له سوریې نه د ترکیې پر یو ښارګوټي د هاوان مرمۍ وتوغول شوه.
دا له تیرو ۱۸ میاشتو راهیسې چې په سوریه کې کړکیچ پیل شوی لومړی ځل دی چې ترکیه پر سوریې ډزې کوي.
د سوریې له خوا د هاوان مرمۍ د اکالي په نامه ښارګوټي کې پر یوه کور لګیدلې وه چې د یوې مور او دریو ماشومان په ګډون یې پنځه کسان ووژل .
د سوریې د اطلاعاتو وزیر عُمران ذویبي وايي د هغه ځاي په اړه څیړنه کیږي چې د هاوان مرمۍ ترې توغول شوې.












