
احمد داود اوغلو وايي چې هېواد یې هېڅ راز برید نه شي زغملی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي که چېرې سوریې یوځل بیا د ترکیې له پولې پښې واړولې، ترکیه به غچ ترې واخلي.
احمد داود اوغلو دا څرګندونې په استانبول کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر ګیدو ویستویله سره تر خبرو وروسته کړې دي.
ښاغلی اوغلو زیاتوي چې "شاید د ترکیې پر پوله بیا سوریه پښې واړوي، که چېرې د ترکیې امنیت په خطر کې ووینو، ارومرو به غچ واخلو."
بل خوا، د سوريې دولتي سرچينې وايي هغه هېواد پخپل حريم کې د ترکيې پر ټولو ملکي الوتنو بنديز لگولى دى.
دغه پرېکړه تر هغې وروسته شوې چې د چارشنبې پر ورځ د ترکيې حکومت د سوريې هغه الوتکه کېوتو ته اړايستله چې له مسکوه يې الوتنه کړې وه.
ترکيې ويلي چې دغې الوتکې سوريې ته پوځي تجهيزات لېږدول.
پر همدې مهال د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان پر ملگرو ملتو نیوکه کړې چې گواکې په سوريه کې د ولسي مرگ ژوبلې په مخنيوي کې پاتې راغلى.
هغه په دې برخه کې د ملگرو ملتو د امنيت په شورا کې د اصلاحاتو غوښتونکى شو.
بل خوا، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له ناټو غوښتي چې د ترکیې او سوریې ترمنځ د روانې ترینګلتیا په اړه له عدالته کار واخلي.
د ابراهیمي سفر

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان پر ملگرو ملتو نیوکه کړې چې گواکې په سوريه کې د ولسي مرگ ژوبلې په مخنيوي کې پاتې راغلى.
په داسې حال کې چې د ترکیې او سوریې ترمنځ ترينگلتيا مخ پر زياتېدو ده، د سوریې لپاره د ملگرو ملتونو او عربي هېوادونو ځانگړى استازى اخضر ابراهيمي د ترکیې له حکومت سره د خبرو لپاره استانبول ته پر لار دى.
ښاغلى ابراهيمي وايي ترکیې ته یې د سفر موخه د سوریې د حالاتو په اړه د چارواکو د نظر اورېدل دي.
ابراهیمي د یکشنبې پر ورځ د ایران پلازمېنې تهران ته روان دی، چې له هغه وروسته به بغداد ته د سوري کړکېچ د هواري د هڅو په موخه وخوځېږي.
ایران چې د سوري نظام له سترو ملاتړ ګڼل کېږي، د ابراهیمي د هڅو د ملاتړ سربېره د سیاسي حل د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې ده.
د سوریې کړکېچ ته دغه نړیوال استازی به پر دوشنبه بغداد ته ولاړ شي او له عراقي لومړي وزیر نوري المالکي سره وګوري.












