
سوریه کې د اوربند رامنځ ته کېدو په لومړۍ ورځ د جګړو له امله د ۱۵۰ کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوو.
سوریه کې حکومت مخالف فعالان وايي، چې حکومتي ځواکونو د لوی اختر په مناسبت رامنځ ته شوی اوربند مات کړی او په یو شمېر سیمو یې د توپونو او توغندیو ګوزارونه کړي.
ویل کیږي، چې دغه ګوزارونه د پلازمېنې دمشق، ختیځ ښار دیرایزور او د حکومت مخالفنیو تر کنټرول لاندې ښار حلب په یو شمېر سیمو شوي دي.
د جمعې په ورځ د ملګرو ملتو د هڅو په پایله کې د سوریې د حکومت او مخالفانو تر منځ یې د لوی اختر په مناسبت اوربند رامنځ ته شو، چې په پلازمېنه دمشق کې د یوه موټر بم چاودنې او جګړې له امله ژر متاثر شو.
په سوریه کې د اوربند رامنځ ته کېدو په لومړۍ ورځ د جګړو له امله د ۱۵۰ کسانو د وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوو.
په سوریه کې حکومت مخالفین وايي، چې په دغه هېواد په کورنۍ جګړه کې هره ورځ لږ تر لږه ۱۵۰ کسان وژل کیږي.
دمشق ته څېرمه په دوما سیمه کې یوه کارکونکي وویل، چې حکومتي ځواکونو د شنبې په ورځ ډزې پیل کړې.
محمد داومني رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې په خپله سیمه کې مې لږ تر لږه د یوه ساعت په اوږدو کې د چاودنو ۱۵ غږونه واورېدل.
دی وايي چې د اوربند نه مخکې او اوسني حالت تر منځ مې هیڅ ډول توپیر محسوس نه کړ.
"په خپله سیمه کې مې لږ تر لږه د یوه ساعت په اوږدو کې د چاودنو ۱۵ غږونه واورېدل."
محمد داومني
په سوریه کې د بشري حقونو د څار تر ټولو فعاله ډله (سیرین ابزروریټي فار هیومن رایټس) د شنبې په ماښام وویل چې تر اوسه پورې اته کسان وژل شوي دي.
د دې ډلې مسوولینو وویل، چې په حلب ښار کې د سوریې د پوځ جنګي الوتکې هم الوتنې کوي.
له دې مخکې د مسلمانانو دلوی اختر د رارسېدو په مناسبت په سوریه کې د حکومت او مخالفنیو تر منځ یې د اوربند اعلان شوی و چې د جمعې په ورځ پیل شو.
خو د سوریې پوځ ویلي و چې که مخالفین یې پرې بریدونه وکړي، دوی به یې ځواب وکري.
د دغه اوربند وړاندیز د سوریې لپاره د ملګرو ملتو او عرب لیګ ګډ استازي لخضر براهیمي وړاندې کړی و.
دی هیله مند دی چې دغه اقدام په سوریه کې د سولي راوستو لپاره مهم کېداې شي.












