
په سوریه کې د لانجې له پیل نه د سخت دریځو بهرنیو وسله والو د شتون په اړه رپوټونه ورکول کیږي.
سوریه کې د ملګرو ملتو د بشري حقونو د څارنې یو کمیسیون، وايي چې په دغه هېواد کې د حکومتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ په جګړه کې د بهرنیو اسلامي سخت دریځو رول خطرناکه بڼه خپلوي.
د کمیسیون مرکزي تحقیق کونکی پاولو سرجیو پنهیرو وايي، د سلهاوو اسلامي سخت دریځو شتون په ځانګړي ډول خطرناک دی.
په سوریه کې د لانجې له پیل نه د دغه ډول کسانو د شتون په اړه رپوټونه ورکول کیږي.
د ملګرو ملتو د رپوټ وړاندې کولو پر مهال پنهیرو وویل، چې په سوریه کې فرقه ییز تاو تریخوالی ډېر شوی دی او په دې لړ کې د بهرنیو سخت دریځو رول مهم دی.
د نوموړي په خبره که څه هم دغه سخت دریځي کوم پیاوړی پوځ نه دی، خو دوی په جګړه کې د ولسواکۍ او یا ازادۍ لپاره د جګړې کولو پر ځای د خپلو خاصو هدفونو لپاره جګړه کوي.
سوریه له څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې د روان تشدد پړه په ترهګرو ډلو اچوي، چې له بهرڅخه ملا تړ تر لاسه کوي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتو او عرب لیګ استازي اخضر ابراهیمي تېره میاشت ویلي و، چې د سوریې د حکومت له اټکل سره سم په دغه هېواد کې زرهاوو بهرني جنګیالي موجود دي.












