
اټکل کېږي چې ټلواله يو انتقالي حکومت او يوه پوځي شورا هم جوړه کړې
هغه سړى چې د سوري حکومت د مخالفه ټلوالې د مشر په توگه ټاکل شوى احمد معز الخطيب دى .
نوموړى يومنځلارى اسلامي عالم دى چې درې مياشتې دمخه له دمشقه ووت او دې چارې ته يو مناسب سړى بلل کېږي .
د ښاغلي معز الخطيب لپاره دوه مرستيالان هم ټاکل شوي دي .
په دوى کې يو يې رياض سيف دى چې د يو موټي مشرتابه د رامنځ ته کولو نوښت يې وکړ چې دادى اوس په واقعيت بدلېږي . بله هم د ښځو يوه وتلي فعاله اوغيرمذهبي ميرمن سهير الا تاسي ده .
په دې ډول لکه څنگه چې ليدل کېږي د ټلوالې په غوراوي کې ډيرځير شوى او انډول په کې په پام کې نيول شوى دى . دغه ټلواله به د سوري حکومت د مخالفو ځواکونو يوه څيره او غږ وي .
دامريکا د متحده ايالاتونو په مشرۍ د سوريې ملگرو ژمنه کړې چې په رسمي توگه به نوې ټلواله په رسميت وپيژني او کېداى شي چې داهم ورته شونې کړي چې د عربي هيوادونو په ټولنه کې د سوريې څوکۍ هم ورته وسپارل شي .
اټکل کېږي چې ټلواله يو انتقالي حکومت او يوه پوځي شورا هم جوړه کړې چې پر ځمکه روانه مبارزه همغږې کړي .
لويديځ او متحدين يې له اوږدې مودې راهيسې د سوري حکومت له مخالفو ډلو غوښته چې دغه ډول يوه ټلواله جوړه کړي چې د هغوى د ملاتړ لپاره يوه ټاکلې پته رامنځته شي .
داسې ښکاري چې اوس دوى دغه کار وکړ ، خو لا دا پوښتنه پرځاى پاتې ده چې په څومره کې به دغه ټلواله اغيزمنه وي او په څومره کې به وکولى شي يو پراخ ملاتړ ترلاسه کړي .












