بشار الاسد: په سوريه کې به وم په سوريه کې به مرم!

د خپريدو وخت: 23:36 گرینویچ - پنجشنبه 08 نومبر 2012 - 18 لړم 1391

بشار الاسد زيار باسي پر وړاندې يې ۱۹ مياشتنی د زور له لارې پاڅون پای ته ورسوي.

د سوريې ولسمشر بشار الاسد ويلي له خپل هېواد وتونکی نه دی. ده د روسيې له ټلویزيون (رشيا ټوډې) سره خبرو کې ويلي، دی به سوريه کې ژوند کوي او همالته به مري.

ولسمشر بشار الاسد دا خبرې په داسې وخت کې کوي، چې په هېواد کې يې جګړه توده او نښتې لا روانې دی.

د روسيې له ټلوزيون سره د ښاغلي اسد بشپړه مرکه ټاکل شوې د جمعې ورځ د نومبر پر ۹ مه خپره شي.

خو د خبرو يو څو برخې يې چې خپرې شوې، په کې يې ويلي اټکل نه کوي چې لوېديځ يې دې پر هېواد کوم پوځي يرغل وکړي، او که داسې وکړي، نو خبرداری ورکړ د اغېز تاو به يې خورا پراخه سيمه وپوښي:

"فکر کوم که يرغل وشي بيه به يې له هغه څه زياته وي، چې ټوله نړۍ يې دې وزغملی شي.

ځکه که په سوريه کې ستونزه وي، او موږ په سيمه کې د سکيولرزم، ثبات او ګډ ژوند روستی مورچل يو، نو ويلی شو، چې دا به د ډومينو لوبې اغېز ولري، چې اټلانټيک نيولې تر ارام سمندر پورې به غځېږي، او پر پاتې نړۍ يې هم د پېلچتياوو پر اغېز پوهېږئ.

فکر نه کوم چې لوېديځ دې پر دې لوري روان وي، او که داسې وکړي، هڅوک به ونه شي ولی چې بيا به څه کېږي."

دا لا څرګنده نه ده، چې له ولسمشر اسد سره دا خبرې کله شوې دي، خو په داسې وخت کې يې څرګندونې خپرېږي، چې د بريتانيا حکومت پر نړيواله ټولنه خپل فشار ته زور ورکړی په سوريه د وينې توينې درونې لپاره پر لا نورو ګامونو غور وکړي، او وايي ګنې پوره هلې ځلې نه دي شوې. ولسمشر اسد بيا د سوريې له ټلوزيون سره خپلو خبرو کې په ډاګه کړې چې له سوريې نه يې تېښته پر ذهن نه ده تېره شوې:

"زه ګوډاګی نه يم، زه لوېديځ نه يم جوړ کړی، چې هلته يا هر بل هېواد ته لاړ شم. زه سوری يم، په سوريه کې جوړ شوی يم، په سوريه کې به ژوند کوم، او همدلته به مرم."

د سره صليب نړيوالې ټولنې ويلي په سوريه کې ناوړه کېدونکي حالت سره چلن يې له وسه وتلی دی

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت له وړاندې په ډاګه کړې، د ياغيانو له هغو وسله والو ډلو سره به مخامخ خبرې پيلوي، چې د سوريې له وسله والو ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

په همدې مهال سره صليب ويلي په سوريه کې ناوړه کېدونکي حالت سره چلن يې له وسه وتلی دی.

سره صليب مشر پيټر مورر ويلي سره له دې چې مسرتندويه چارې پراخې دي، بشري حالت لا ناوړه کېږي.

نوموړی دا خبرې په داسې وخت کې کوي، چې د ملګريو ملتونو ډيپلوماتان او د بشري مرستو ټولنې په جينيوا کې سوريې ته د ننوتو پر لارو چارو د بحث غونډه کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>