
د هاوان دې گولۍ ځاني مرگ ژوبله نه لرله
اسراييل وايي وروسته له هغه چې دجولان په غونډيو کې يې يوه پوځي مورچه د هاوان په گولۍ وويشتل شوه ، دسوريې پرخاوره يې يو توغندى وويشت . اسراييل باور لري چې دغه هاوان د هغو سوريي ځواکونو له لوري ويشتل شوى چې له ياغيانو سره په جگړه ښکيل دي .
"د هاوان ډانگه يي شوې گولۍ د جولان په غونډيو کې زموږ پر يوې پوځي پوستې لگېدلې ده"
د اسراييلي پوځ ويانده ېاويتل ليبويچ
دا لومړى ځل دى چې اسراييل په ١٩٧٣ کال کې د منځني ختيځ له جگړې راهيسې پر سوري ځواکونو ډزې کړي دي .اسراييلي پوځيانو ويلي دي ، وروسته له هغه د سوريې پر لوري يې د ټانک ضد يو توغندى وويشت چې د جولان په غونډيو کې يې يوه پوځي مورچه د هاوانو په گولۍ وويشتل شوه . د هاوان دې گولۍ ځاني مرگ ژوبله نه لرله .
د اسراييلي پوځ يوې ويانده ېاويتل ليبويچ وويل ، داسې ښکاري چې د هاوانو دغه گولۍ د سوريي د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ دنښتو په لړ کې د اسراييلو پر خاورې لگېدلې وي
"د هاوان ډانگه يي شوې گولۍ د جولان په غونډيو کې زموږ پر يوې پوځي پوستې لگېدلې ده . موږ پر دې پوهيږو چې دا سوريه کې د کورنۍ شخړې په پايله کې شوې او مخامخ د اسراييلو خاوره نه ده په نښه شوې .موږ د سوريې د خاورې پر لوري د خبردارۍ ډزې وکړي او په دې اړه مو د ملگروملتونو د چينلونو له لارې شکايت هم کړى دى "
دا وروستيو کې ددغه ډول پېښو يوه وروستۍ هغه ده او اسراييلو د توغندي په دې ډزسره دا په ډاگه کړه چې اسراييل به دا ډول هڅې بي ځوابه نه پريږدي . دا په نژدې واټن کې د سوريې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ د روانو نښتو اغېز دى .












